د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلي: د افغانستان د بحران حل د خلکو او سیاسي ګوندونو د ګډون پورې مربوط ګڼم


د افغانستان د پخواني رژیم د جمهور رئیس دوییم مرستیال محمد کریم خلیلي
د افغانستان د پخواني رژیم د جمهور رئیس دوییم مرستیال محمد کریم خلیلي

د افغانستان د پخواني رژیم د جمهور رئیس دوییم مرستیال محمد کریم خلیلي وايي، تر هغې چې د افغانستان کورني ابعاد جوړ نشي، هیڅ بهرنی عامل نشي کولی دغه هیواد کې ثبات ټینګ کړي.

ښاغلي خلیلي د طالبانو په بند کې د افغانستان د وحدت ګوند د مشر عبدالعلي مزاري د وژل کیدو ۲۹ تلین په مناسبت په یو پیغام کې ټینګار کړی چې د حذف سیاست او د افغانستان د خلکو په غیاب کې پریکړې به د دغه هیواد د تباهۍ، نړیواالې انزوا او پاشل کیدو سبب شي.

محمد کریم خلیلي د قطر په پایخت دوحه کې تیره اونۍ د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړې شوې غونډې ته په اشارې ویلي چې دا غونډه د سیاسي جریانونو او اغیزمنو ګوندونو په نشتون کې جوړه شوې وه، خو زیاته کړې ده چې دغې غونډې هیلې راټوکولي دي.

ښاغلي خلیلي ویلي: " د افغانستان د مسلې د حل په تړاو د ټولو پروسو پرمختګ د خلکو د ګډون او په دیموکراسۍ باندې د باور لرونکو سیاسي ګوندونو پورې مربوط ګڼم. جدي تمه شته چې ملګري ملتونه د یوازینۍ ادارې په توګه چې په ټوله نړۍ کې د سولې ټینګیدل په غاړه لري، افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګیدو لپاره بنیادي عواملو ته جدي پاملرنه وکړي".

محمد کریم خلیلي وايي چې د افغانستان خلک له ملګرو ملتونو څخه دا تمه لري چې یو داسې هراړخیز او پایداره حل ددغه هیواد لپاره ولټوي چې د ټولو اوسیدونکو او قومونو حقونه تظمین کړي.

محمد کریم خلیلي په خپل دغه پیغام کې افغانستان کې د سولې او ټولشموله حکومت د جوړیدو په تړاو په سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ټینګار کړی او ویلي دي چې د یو ملي دولت په نشتون کې باید د طالبانو سره د هرډول سیاسي او دپلوماتیک تعامل ډډه شي.

د ښاغلي خلیلي په باور که د طالبانو حکومت چې د هغه په خبره د زور له لارې واک ته رسیدلی د ملګرو ملتونو له خوا تائید وړ وګرځي دا اقدام به د ټولو نړیوالو ارزښتونو او د سولې د جهان بینۍ سره په ټکر کې اوسي.

ښاغلي خلیلي ویلي: " هیله لرم نړۍ په ځانګړي ډول د سیمې هیوادوونه د افغانستان خلکو سره خپلو اړیکو ته د اصل په توګه وګوري. حکومتونه ځي او راځي؛ خو دا خلک دي چې پاتې کیږي او د خپل برخلیک په اړه د دولتونو چلند او کړنې تشخیص کوي".

محمد کریم خلیلي دا څرګندونې تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د دوییمې مشورتي غونډې د جوړیدو وروسته کړي دي.

په دې غونډه کې افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هیوادونو ځانګړو استازو او د نړیوالو سازمانو استازو برخه اخیستې وه.

دې غونډې ته طالبان هم بلل شوي و، خو طالبانو په دغې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ټاکلي‌ وو چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په وینا دغې ټولنې ته د منلو نه وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوحې غونډه "زیاته مثمره" وبلله او ویې ویل چې د طالبانو نه ګډون غونډې ته هېڅ زیان رسولی نه دی.

هغه وویل چې د طالبانو شرطونو د هېوادونو له استازو سره د ملاقات لپاره د ملګرو ملتونو حق اخیسته.

ښاغلي ګوتیرش وویل: " موږ د یو سوله ایز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړیوالو ژمنو عملي کولو توان ولري".

ګوتېرش وویل چې نړیوالو مکلفیتونو ته پابندي، له ګاونډیانو او نړیوالو سره د طالبانو حکومت د اړیکو په ټېنګولو او د افغانانو حقونو ته په درناوي‌ سره به طالبان د نړیوالې ټولنې سیاسي‌ او اقتصادي‌ میکانیزمونو کې ور ګډ شي.

نوموړي وویل چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره د دوحې د غونډې ګډونوال د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي له ارزونو سره موافق وو، چې یو وړاندیز یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګمارل وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG