د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ګوتیرش څرګندونو ته غبرګونونه


د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه څرګندونو ته د غبرګونونو په لړ کې د بشري حقونو د څار سازمان یوې چارواکې ویلي چې د هغې څرګندونې د بشري حقونو څخه ددغې ټولنې ملاتړ په اړه شکونه راولاړوي.

د ملګروملتونو عمومي منشي د دوشنبې په ورځ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل چې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل هڅو د همغږي کولو لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو سلا مشورې پیلوي.

د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدربار ویلي چې طالبانو لپاره دغسې خوش خدمتي کول "د بشري حقونو مدافعان په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د ملاتړ په اړه د ملګروملتونو تعهد باندې شکمن کوي".

همداشان ځینو افغان سیاسي شخصیتونو اوسیاسي جریانونو هم په جلا جلا اعلامیو کې د دوحې غونډې پایلو ته غبرګون ښودلی دی.

د 'افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند' په یوې اعلامیې کې ویلي چې پر طالبانو باندې یو اړخیز تمرکز او ددغې ډلې د شرطونو پر وړاندې انعطاف به د افغانستان لانجې هوارول د ګواښونو سره مخ کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي :"پر طالبانو باندې یو اړخیز تمرکز او د دغې ډلې د غیرواقعي شرطونو پر وړاندې انعطاف به د افغانستان په اړه د نورو احتمالي او قطعي غونډو کې کولی شي د افغانستان د ستونزې د هوارولو لپاره پر کوردننه ، سیمه ییزو او نړیوالوهڅو ته جدي زیان ورسوي او همدارنګه د سولې څخه د تیښتې او نه پخلاکیدو په اړه به د طالبانو دریځ لا پیاوړی کړي".

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې ویلي چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د یو پراخه سیاسي هواري ته د رسیدلو لپاره د نړیوالې کړنلارې د اسانتیاو په خاطر د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز کړی دی.

هغه ویلي چې د دوحې په غونډه کې د سیمې ځینو هیوادونو شک څرګند کړی او استدلال کړی چې دا نوښت لویدیځو هیوادونو ته ددې اجازه ورکوي چې افغانستان کې سیاسي وضعیت ته د لویدیځې نړۍ د ګټو په اساس حرکت ورکړي.

د راپورنو له مخې ایران، چین او روسیې د دوحې په غونډه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو سره مخالفت ښودلی دی.

د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د ملګروملتونو دعمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو له وړاندیز سره مخالفت کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا وزارت په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" په شتون کې د ځانګړي استازي ټاکل اضافي او غیر ضروري ګڼي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹( مرغومې اتم) په یو پریکړه لیک کې افغانستان او د طالبانو د حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د زیاتیدو لپاره د دغې ټولنې له عمومي منشي وغوښتل چې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون سینیرلي اوغلو د سپارښتونو له مخې دي افغانستان لپاره دې یو ځانګړی استازی وټاکي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG