د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر، جمهوري ریاست ته نوماند شو 


د متحده ایالاتو پخوانی مرستیال ولسمشر مایک پنس د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست ټاکنو ته نوماند شو
د متحده ایالاتو پخوانی مرستیال ولسمشر مایک پنس د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست ټاکنو ته نوماند شو

د متحده ایالاتو پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس د چهارشنبې په ورځ جون اومه (غبرګولي ۱۷) د امریکا د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست ټاکنو ته ځان نوماند کړ او پدې توګه د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ودرید.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی پنس به نن د چهارشنبې په ورځ په آیوا ایالت کې خپل کمپاین پیل کړي او یوې غونډې ته به وینا وکړي. په آیوا ایالت کې د انتخاباتو د ورځې دمخه د رای ورکولو بهیر پیل کیږي.

پدې توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند له لورې د مایک پنس سربیره د نیوجرسي پخواني والي کریس کریسټي او همداشان د فلوریډا جمهوري غوښتونکي والي رون ډیسانتیس هم نوماند دی چې د بل نوماند پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره نژدې سیالي لري.

ښاغلي پنس په یوه ویدیو کې د آنلاین کمپاین د پیل کولو په ترڅ کې وویل. "د خدای او زما د کورنۍ په وړاندې، اعلان کوم چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندیدوم."

د پنس اعلان دوه ورځې وروسته له هغه کیږي چې هغه د متحده ایالاتو د ټاکنو په فدرالي کمیسیون کې د کاندیدو اسناد ثبت کړل او په رسمي ډول سیالۍ ته داخل شو.

۶۴ کلن مایک پنس همداشان په خپل پیغام کې ویلي، چې د امریکا په خلکو باور لري او زیاته کړې یې ده چې: "مونږ په ګډه، کولی شو دا هیواد بیرته په پښو ودروو، او د ځمکې پر سر د ملت لپاره تر ټولو غوره ورځې لا په مخ کې دي!"

ښاغلی پنس د یو وفادار مرستیال په توګه څلور کاله په سپینه ماڼۍ کې له کوم جنجال پرته د ډونالډ ټرمپ تر څنګ تیر کړل، خو هغه وخت د خپل جمهوري غوښتونکي مشر پر وړاندې ودرید چې د سنا د مجلس د رئیس په توګه یې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د نتیجو د ردولو لپاره د ټرمپ غوښتنه ونه منله او کانګرس پداسې حال کې چې د ښاغلي ټرمپ د پلویانو له لورې محاصره و، په ټاکنو کې د دموکرات جوبایډن بریا تائید کړه.

د فرانس پرس اژانس وایي په انتخاباتو کې د درغلۍ په اړه د ډونالډ ټرمپ ناسمه ادعا پر کانګرس باندې د بلواګرو د یرغل سبب شو چې شعارونه یې ورکول «پنس باید دار وځدول شي.»

پنس ولسمشرۍ ته خپله نوماندي یوه ورځ وروسته له هغه اعلان کړه چې د نیو جرسي پخواني والي کریس کریسټي هم دغې سیالۍ ته ورودانګل.

همداشان د جمهوري غوښتونکي ګوند څخه پخواني واليانې نیکي هیلي او آسا هچینسن، هم نوامندې شوي، پداسې حال کې چې تمه کیږي د شمالي ډکوټا اجرائیوي رییس دوګ برګم، هم د چهارشنبه په ورځ خپله نوماندي اعلان کیږي.

نظرپوښتنې ښیي، ټرمپ چې له دمخه څخه مخکښ و د فلوریدا له والي ډیسانتیس څخه مخکې دی. خو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل شخصي او مسلکي چلند په اړه د یو لړ جنایي پلټنو سره مخ دی چې په نیویارک کې پرې لګول شوي لسګونه جنایی تورونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG