د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ مخکني مرستیال ځان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړ


مایک پنس ۶۴ کلن دی او څلور کاله د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مرستیال و.
مایک پنس ۶۴ کلن دی او څلور کاله د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مرستیال و.

د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس دوشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د خپلې کاندیدۍ اسناد د انتخاباتو فدرالي کمیسیون ته وسپارل.

ښاغلی پنس چې محافظه کارانه نظر لري، وړاندې تر دې چې د څلورو کالونو لپاره د ښاغلي ټرمپ مرستیال شي، د انډیانا ایالت والي و.

ټاکل شوې چې هغه به د چارشنبې په ورځ په رسمي توګه د خپلې کاندیدۍ اعلان وکړي. مایک پنس ۶۴ کاله عمر لري.

سره لدې چې د جمهور رئیس د مرستیال په توګه مایک پنس ټرمپ ته وفادار و خو د دواړو اړیکې هغه وخت خرابې شوې کله چې ټرمپ د پنس څخه وغوښتل په کانګرس کې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجه تائید نکړي او ښاغلي پنس دا غوښتنه ونه منله.

ټرمپ پدې انتخاباتو کې د اوسني دموکرات جمهور رئیس جو بایډن په مقابل کې ماتې وخوړله او پلویانو یې د کانګرس په ماڼۍ پداسې حال کې برید وکړ چې مایک پنس د خپلې کورنۍ سره د کانګرس د غړیو لخوا د انتخاباتو د نتیجې تائیدول څارل.

یو شمیر مظاهره چیانو چغې وهلې، "مایک پنس وځړوئ" او ځینو خو آن د کانګرس مخې ته موقتي دار هم جوړ کړی و.

سره لدې چې د متحده ایالاتو د اساسي قانون له مخې د جمهور رئیس د مرستیال په توګه مایک پنس د انتخاباتو د نتیجې نه تائیدولو واک نه درلود خو د پیښې څخه وروسته مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په ټویټر کې ولیکل، "مایک پنس د هغه څه کولو زړه ورتیا نه درلوده چې باید شوي وی".

خو په ځواب کې بیا مایک پنس وویل ټرمپ پدې ورځ "زما کورنۍ او ټول هغه کسان په خطر کې اچولي وو چې د کانګرس په ماڼۍ کې موجود و". ښاغلي پنس دا هم ویلي و چې تاریخ به ټرمپ د دې پیښې له کبله مسؤل وبولي.

د مایک پنس دنده به دا وي چې جمهوري غوښتونکي رای ورکوونکي قانع کړي چې دی د ټرمپ او نورو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو چې تر دې دمه یې د کاندیدۍ اعلان کړی او نور چې ښایي په راتلونکي کې به دا کار وکړي، په پرتله ډیر حقدار دی چې د ګوند په استازیتوب د جمهور رئیس جو بایډن سره سیالي وکړي.

خو بل پلو بیا سره لدې چې مخکنی جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د څو جنایي تحقیقاتو سره مخ دی، د نظر پوښتنې په ملي سرویګانو کې معلومیږي چې د ټولو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو څخه مخکښ دی.

مایک پنس ښایي د جمهوري غوښتونکو په ګوندي انتخاباتو د خپل مخکني مشر دونالډ ټرمپ مهم سیال و. بل مهم سیال د فلوریډا ایالت اوسنی والي ډي سانتیس دی چې یو وخت ټرمپ د والیتوب په انتخاباتو کې د هغه ملاتړ کړی و خو وروسته یې وویل چې سانتیس وفادار ندی.

د فلوریډا دې والي څه موده وړاندې د انتخاباتي مبارزو لپاره د بسپنو ورکوونکو یوې ډلې ته په خصوصي توګه ویلي و چې ګمان کوي د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو چانس یوازې جمهور رئیس بایډن، مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او دی پخپله لري.

سانتیس دا هم ویلي و چې برحال جمهور رئیس بایډن ته د ماتې ورکولو لپاره دی تر ټرمپ ډیر چانس لري .

د جمهوري غوښتونکو ګوند نور کاندیدان په متحده ایالاتو کې د ملګرو ملتونو پخوانۍ استازې او د جنوبي کارولینا پخوانۍ والۍ نیکي هیلي، د ارکنساس ایالت پخوانی والي آسا هچینسن، د ټکنالوژۍ کاروباري ویویک راماسوامي او د راډیویي خپرونو کوربه لیرې ایلډر دي.

د دموکرات ګوند په استازیتوب برحال جمهور رئیس جو بایډن ځان نوماند کړی او د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې کاملا هریس بیاهم د هغه د مرستیالې په توګه انتخاباتي کمپاین ته مخه کوي.

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي.

XS
SM
MD
LG