د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ پرونی ملاتړی او نننی سیال؛ کریسټي د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید کیږي


 کریس کریسټي، د نیو جرسي پخوانی والي
کریس کریسټي، د نیو جرسي پخوانی والي

د نیو جرسي پخوانی والي کریس کریسټي په پام کې لري چې د سه شنبې په ماښام جون شپږمه (غبرګولي ۱۶) د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته خپله نوماندي په رسمي توګه اعلان کړي.

کریسټي په ۲۰۱۶ کال کې هم ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو د ګوند په کاندیدانو کې شامل و خو دونالډ ټرمپ هغه سیالي وګټله او د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید شو.

د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې له ناکامۍ وروسته ښاغلي کریسټي د ټرمپ ملاتړ پیل کړ، خو د امریکا پر کانګرس د ټرمپ د پلویانو له برید او د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو له منلو د ټرمپ انکار، کریسټي د ټرمپ په کلک منتقد بدل کړ.

د جمهوري غوښتونکو ګوند په نورو کاندیدانو کې پخوانی ولسمشر دونالډ ټرمپ، د جنوبي کارولینا جمهوري غوښتونکی سناتور ټیم ساکټ، د جنوبي کارولینا پخوانۍ والي او په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو پخوانۍ سفیره نیکي هیلي، د ارکنساس پخوانی والي اسا هچنسن، د ټکنالوژۍ په برخه کې پانګه اچوونکی ویوک رامسوامي، خبریاله لیه ایلډر او د فلوریډا والي ران ډيسانتیس شامل دي.

د امریکا د مخکني ولسمشر مرستیال مایک پنس هم د دوشنبې په ورځ (جون ۵) د جمهوري غوښتونکو ګوند له خوا د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د کاندیدېدو مبارزه پیل کړه.

ښاغلی کریسټي ځان د جمهوري غوښتونکو له خوا یوازنی کاندید بولي چې غواړي په مستقیم ډول له ټرمپ سره مقابله وکړي.

کریسټي په یوه تازه مرکه کې وویل: "د ګټلو لاره دا ده چې د مخکې سړي ته ماتې ورکړو. نو کمپاین به څه ډول وي؟ کمپاین به د دونالډ ټرمپ لپاره مستقیمه ننګونه وي، چې هڅه کوي بیا ولسمشر شي."

کریسټي دا هم وویل چې که په خپل بري یې باور نلرلی نو یوازې د ټرمپ د حذف کولو دپاره ټاکنو ته نه دریده.

کریسټي د ټرمپ دا ادعا رد کړې چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې درغلي شوې ده. کریسټي همدارنګه د جمهوري غوښتونکو ګوند ته خبرداری ورکړی چې باید مخکې لاړ شي او د ټرمپ د ملاتړ په کولو خپل راتلونکی زیانمن نکړي.

د مریلینډ والي لېري هوګن او د نیو همشایر والي کریس سونو په ګډون زیات شمېر جمهوري غوښتونکي د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماندانو د شمېر زیاتوالی د ټرمپ په ګټه بولي. هوګن او سونو له همدې کبله له خپلې نوماندۍ تېر شوي دي.

د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو ترمنځ خپلمنځي سیالي د راتلونکي کال د جولای له ۱۵ څخه تر ۱۸ پورې د ویسکانسن ایالت په میلواکي کې ترسره کیږي چې په ترڅ کې به یې د جمهوري غوښتونکو د ګوند نهايي کاندید معلوم شي ترڅو د متحده ایالاتو د ولسمشر او د ولسمشرۍ دپاره د دموکرات ګوند نوماند جو بایډن په خلاف سیالۍ ته ودریږي.

XS
SM
MD
LG