د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د یوې ډلې پخوانی قوماندان چې افغان کومانډویان یې هم ګمارل تښتېدلی


عکس آرشیف - په یو نامعلوم څای کې د واګنر اجیرې ډلې یو شمیر سرتیري. دا عکس د اوکراین وسله والو ځواکونو خپور کړی دی.
عکس آرشیف - په یو نامعلوم څای کې د واګنر اجیرې ډلې یو شمیر سرتیري. دا عکس د اوکراین وسله والو ځواکونو خپور کړی دی.

د روسیې د واګنر ډلې یو پخوانی قوماندان ناروې ته تښتېدلی او د پناه غوښتنه یې کړې ده. د واګنر ډلې د اوکراین په جګړه کې د روسي پوځیانو ترڅنګ د جګړې لپاره بهرني جنګیالي هم استخدامول.

دغه روسي قوماندان اندري میدویدیف د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې له واګنر ګروپ سره یوځای شو او له دغې ډلې سره یې د خدمت څلور کلن تړون لاسلیک کړی و. نوموړي د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې د واګنر د جنګياليو د وژل کېدو د صحنې له ليدلو وروسته چې غوښتل يې له جګړې وتښتي، خو ددې ډلې د نورو غړو له خوا نیول شوي او په مرمیو ویشتل شوي وو، هغه د تیښتې پریکړه وکړه.


مدویدیف ویلي دي چې د روسیې او ناروی ترمنځ له پولې اوښتی او بیا د ناروی پولیسو نیولی دی.

مدویدیف، چې یو یتیم ماشوم و یو وخت یې د روسیې په پوځ کې خدمت کړی او د واګنر ډلې سره د یوځای کیدو دمخه څه موده زنداني هم و.

د واګنر ډله غیر رسمي روسي ډله ده چې د روسیې د پوځي استخباراتو لخوا تمویل کیږي، اجیر سرتیري جلب او جذبوي. په اوکراین کې د جګړې د اوږدیدو او زور اخیستلو وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ددې ډلې څخه وغوښتل چې زندانیان هم جګړې ته استخدام کړي.

د واګنر اجیره ډله چې په ۲۰۱۴ کال کې تاسیس شوې، د افریقا، لاتینې امریکا او منځني ختیځ په شخړو کې ښکیله ده. دا ډله وروسته هغه مشهوره شوه چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴ پر اوکراین پوځي یرغل وکړ.

څه وخت مخکې فارن پاليسۍ د یو پخواني افغان کماندو له قوله لیکلي وو چې د واکنر ډلې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د وسله والو ځواکونو سره تماس نیولی چې هغوی د روسي سرتیرو تر څنګ د اوکراین جګړې ته جلب او جذب کړي.

یو پخواني افغان کومانډو فارن پالیسي ته ویلي وو: "یوازینۍ بنسټ چې د روسیې لپاره بهرني ځواکونه جذبوي د واګنر ډله ده، نه د روسیې پوځ. دا اټکل نه دی، بلکې حقیقت دی."

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنیو چارو د کمیټې جګپوړي جمهوري غوښتونکي غړي مایکل مک کال په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و چې د افغانستان د پخواني پوځ تجربه لرونکي او مجرب ځواکونه د "واګنر ډلې" له خوا په اوکراین کې د روسیې "نه توجیه کیدونکې" جګړې ته جلب او جذب کیړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د واګنر ګروپ، چې د پوځي خدماتو خصوصي شرکت دی، د بندیزونو په لیست کې شامل کړی دی. دغه راز اروپايي ټولنې، بریتانیا، استرالیا او کاناډا هم پر واګنر شرکت بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG