د لاس رسي وړ اتصالات

جګړه کې ښکېل هېوادونه د پخوانیو افغان کمانډویانو د جذبولو هڅه کوي - پخوانی افغان جنرال 


د افغانستان د پخواني پوځ د ځانګړو عملیاتونو د قول اردو قومندان وايي چې په جګړه کې ښکېل هېوادونه یا هغه هېوادونه چې د سیمې او نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ د سیالۍ میدان دي، هڅه کوي د افغانستان پخواني کمانډویان د جګړې دپاره وګوماري.

افغان کمانډویان د امریکايي او ناټو پوځونو له خوا روزل شوی تجربه لرونکی ځواک و چې د طالبانو له واکمنېدو دمخه یې په افغانستان کې پېچلي پوځي عملیات پر مخ وړل او خپله وړتیا یې ثابته کړې وه.

د افغانستان د تېر حکومت د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندان محمد فرید احمدي امریکا غږ ته وویل چې د نړۍ په شپږو"مهمو سیمو" – قره باغ، اوکراین، یمن، ایران، سوریه او روسیه کي د پخوانیو افغان کمانډویانو کوچنۍ ډلې عملي حضور لري.

ښاغلي احمدي وویل: "د اوکراین، سوریې او یمن په څېر جګړو کې ښکېلې خواوې له افغان کمانډویانو څخه د دوی په لیکو کې د ورګډېدو غوښتنه کړې ده."

دغه پخواني پوځي افسر وویل چې د جمهوریت له سقوط دمخه، لږ تر لږه ۳۰ زره سرتیرو د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې خدمت کاوه.

هغه وویل: "د افغانستان په داخل کې اکثریت پخواني کمانډویان دا وخت د څېرې او اوسېدنې د ځای په بدلولو سره پټ اوسیږي. ځینې یې د طالبانو له لوري نیول شوي او سزا ورکړل شوې، کله، وهل شوي ټکول شوي، خوب ته ندي پرېښودل شوي، برق ورکړل شوی، له تناسلي آلو څخه راځړول شوي او د منځنیو پیړیو داسې نورې سزاوې ورکړل شوي دي."

احمدي وايي، طالبان دا وخت ددې لپاره چې د نړۍ ور پام نشي، دغه پخواني کمانډویان "په مخفي زندانونو، شخصي کورونو او اکثرا زېرخانو کې قید او شکنجه" کوي. هغه زیاته کړه چې ځینې بندیان د پیسو په بدل کې او یا د قومي مشرانو په ضمانت خوشي شوي او ورڅخه دا لیکلې ژمنه اخیستل شوې چې ددغو شکنجو په اړه به له هیچا سره خبرې نه کوي.

د افغان کومانډویانو د جلب و جذب په اړه د راپورونو د خپریدو په غبرګون کې، د امریکا کانګرس ویلي دي چې دا ځواکونه روسي خصوصي نظامي "واګنر ګروپ" له خوا جذبیږي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس مایکل مک کال د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغانستان څخه په خوندي ډول ددغو ځواکونو په نه تخلیه انتقاد کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي د افغان کومانډو ځواکونو په تخلیه کې چې په شلو کلونو کې یې د امریکایي او ناټو ځواکونو تر څنګ جګړه کړې د جمهور رئیس بایډن د حکومت ناکامي ددې لامل شوې چې هغوی په افغانستان کې پاتې شي او د طالبانو تر تهدید لاندې ژوند وکړي.

په بیانیه کې همدارنګه راغلي، سربیره پر دې چې دغه ځواکونه ایران ته پناه وړي ، اوس په اوکراین کې د روسیې "د نه توجیه وړ" جګړې لپاره د واګنر ګروپ له خوا ګمارل کیږي.

د امریکا د استازو د جرګې غړي، مایکل مک کال تېره کال هم خبرداری ورکړ ی وو چې د افغانستان د پخواني اردو ځانګړي ځواکونه د متحده ایالاتو د مخالفو هېوادونو له لوري ګومارل کیږي او متحده ایالات له خطر سره مخامخ کوي.

په افغانستان کې د تېر حکومت له سقوط وروسته، د پخواني پوځ د کمانډویانو په شمول ډیر سرتیري د طالبانو له لوري د وژل کېدو له ویرې ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

څو میاشتې وړاندې، د افغانستان د بیارغونې دپاره د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) په خپل راپور کې وویل چې د افغانستان د پخواني امنیتي او دفاعي ځواک د کمانډویانو په ګډون "اکثره سرتیري" د مقاومت له جبهې سره یو ځای شوي او یا هم د طالبانو له لوري د نیول کېدو یا وژل کېدو له ویرې پټ دي.

سیګار په دې راپور کې د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر مسعود اندرابي له قوله لیکلي چې، ځینې کمانډو ځواکونه له مقاومت جبهې سره یو ځای شوي او ډیرو یې ایران ته پناه وړې او په هغه هېواد کې "ورته ښه راغلاست ویل شوی" دی.

فرید احمدي د تېر وسله وال ځواک منسوبین د افغانستان "ریښتیني او وفادار سرتیري" وبلل چې د هغه په خبره، اوس د خپلو "سیاسي مشرانو د خیانت له امله، مایوس، غمګین، بې برخلیکه او زیانمن" شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې په د اوکراین د اوږدېدونکې جګړې دپاره د سرتیرو د ګومارلو په لټه کې دی، د فارن پالیسي خپرونې د راپور په اساس، د روسیې له بدنامې ډلې "واګنر ګروپ" څخه چې اجیر سرتیري جلب او جذب کوي، غوښتي چې زندانیان د جنګ دپاره وګوماري. واګنر ګروپ د روسیې د استخباراتو له لوري تمویلیږي.

فارن پالیسي د افغانستان د کمانډو ځواکونو د یوه پخواني افسر له قوله لیکلي چې واګنر ګروپ د افغانستان د پخوانۍ اردو د ځانګړو ځواکونو په جلب او جذب کې لاس لري.

دغه پخواني افغان افسر ویلي: "یوازنۍ اداره چې د روسیې دپاره بهرني سرتیري ګوماري، د روسیې اردو نه بلکه واګنر ګروپ دی. دا ګومان نه بلکه یو حقیقت دی. غوره ده چې هغوی د اوکراینیانو او لوېدیځ د متحدینو تر څنګ د جنګېدلو دپاره وګومارل شي."

ددغو پوځیانو د ناڅرګند برخلیک په اړه ښاغلي احمدي وویل: "متحده ایالات د افغانستان د پخوانیو وسله والو ځواکونو د یوه شریک او متحد په توګه خپله ژمنه ماته کړه. افغان کمانډویان چې د امریکايي پوځیانو سره یې اوږه په اوږه د افغانستان او امریکا ګټې ساتلي، ددې وړ دي چې متحده ایالات د یوه ستر قدرت په توګه پر خپلو ژمنو ودریږي او دغه ځواکونه د اجیرو سربازګیرانو منګولو ته خوشې نکړي."

څو میاشتې وړاندې، په کوسوو کې د امریکا پخواني سفیر، فیلیپ کازنت پر اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د اروپا د امنیت ساتلو دپاره د متحده ایالاتو د ملاتړ د اړتیا له مخې وړاندیز کړی و چې د متحده ایالاتو په اردو کې د پخوانیو افغان ځواکونو یوه قطعه جوړه شي.

فرید احمدي امریکا غږ ته وویل: "افغان کمانډویان تجربه لرونکي او کارپوه ځواک دی چې په تیرو دوو لسیزو کې د القاعده او داعش په ګډون له ۲۰ زیاتو ترهګرو ډلو په وړاندې په جګړه کې د ترهګرۍ ضد خاص مهارت ترلاسه کړی او که هرې جګړې ته وګومارل شي، له تکتیکي پلوه مثبت بدلون رامنځته کولی شي."

احمدي وویل چې په بهرنیو هېوادونو کې د جګړې سیمو ته د افغان کمانډویانو له لېږدولو وروسته، ورڅخه تلیفونونه اخیستل کیږي او څه موده وروسته نوي تلیفونونه او شمارې ورکول کیږي چې له دې لارې خپل نور لارویان هم جلب او جذب کړي.

ښاغلي احمدي وايي چې دغه سرتیرو ته چې ۲۲ زره یې نږدې ۱۸ میاشتې دمخه دده تر قوماندې لاندې وو، وړاندیز کړی او خبرداری ورکړی دی چې "خپل ځانونه له دغه خطرناک دام څخه وساتي او د هېواد ملي ګټو ته خپله ژمنیا د پیسو په مقابل کې پردیو قدرتونو ته د اجیر په توګه و نه پلوري."

د روسیې حکومت تر اوسه، په دې اړه د فارن پالیسي د راپور او په دغه راپور کې د شویو ادعاګانو په اړه غبرګون ندی ښودلی.

XS
SM
MD
LG