د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو تن د خپلې کورنۍ ۷ غړي او ځان وژلي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د متحده ایالاتو د یوتا په ایالت کې پولیس وایي یو سړي لومړی د خپلې کورنۍ ۷ غړي او وروسته خپل ځان ویشتلی او وژلی دی.

پولیسو پنجشنبه جنوري ۵ (مرغومي۱۵) ویلي چې په وژل شویو کې دوه میرمنې، پنځه ماشومان او پخپله برید کوونکی دی او د ټولو مړي په یو کور کې موندل شوي.

په وژل شویو کې د برید کوونکي میرمن، مور، درې لوڼې، دوه زامن او پخپله برید کوونکی دی. ویل کیږي چې تر ټولو کم عمره ماشوم چې په برید کې وژل شوی څلور کلن و.

د یوتا ایالت د ایناک په ښار کې چارواکو ویلي چې برید کوونکی ۴۲ کلن و، او داسې معلومیږي چې برید کوونکي ځکه دا کار کړی چې د هغه میرمن په محکمې کې د طلاق اخیستو غوښتنه کړې وه.

د محکمې په اسنادو کې ښودل شوې چې د برید کوونکي میرمن تیر کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۱ مې په محکمې کې د خپل خاوند څخه طلاق اخیستو لپاره عریضه ورکړې وه.

سره لدې چې د پیښې په هکله پلټنې پیل شوي خو په سیمه کې پولیس وایي هغوي د بل کوم چا پسې د دې برید په تړاو نه ګرځي او معلومیږي چې د کورنۍ شخړې له کبله شویده.

پولیسو همدرانګه ویلي چې څو کاله وړاندې هم د دې کورنۍ تر منځ جنجال شوی و خو د جنجالونو په هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.

په امریکا کې له هغو خلکو سره چې حکومت مرستې کوي، که په خپل وخت یا د څه مودې لپاره د مرستې اخیستو لپاره ورنشي، بیا یې پولیس کورونو ته د پوښتنې لپاره ورځي.

د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس په متحدو ایالتونو کې د ډزو په پېښو کې تېرکال ۴۴۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG