د نړۍ د اسماعیلیه فرقې مشر، کریم آغا خان سه شبنه فبروري څلورمه (سلواغې ۱۶) د ۸۸ کالونو په عمر د پرتګال په پایتخت لیزبن کې مړ شو.
د آغا خان پرمختیایي شبکې په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې یې خپره کړې، د مړینې د تائید تر څنګ یې لیکلي چې د ځای ناستي ټاکل کیدو اعلان به یې وروسته وشي.
په اعلامیې کې ویل شوي، "الاحضرت شهزاده کریم الحسین آغا خان، د شعیه اسماعیليي فرقې امام او د حضرت محمد (ص) مستقیمه اولاده د ۲۰۲۵ کال فبروري په څلورمې نیټې په لیزبن کې د ۸۸ کالونو په عمر په آرامه پداسې حال کې مړ شو چې کورنۍ یې تر چاپیره وه".
اسماعیلیان چې ځانونه د شعیه فرقې پورې تړلي بولي، د جنوبي او مرکزي آسیا هیوادنو تر څنګ د افریقا لویې وچې او منځني ختیځ یو شمیر هیوادونو کې آباد دي.
ددې فرقې ویب سایټ کې ویل شوي چې د پیروانو شمیر یې له ۱۲ څخه تر ۱۵ میلیون پورې دی.
پخپله آغا خان د آغا خان پرمختیایي شبکې باني او مشر و چې ۶۹ زره کار کوونکي لري او د آسیا او افریقا په یو شمیر هیوادونو کې پرمختیایي پروګرامونه پر مخ وړي.
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو آغا خان "فوق العاده مهربان نړیوال رهبر" وباله او هغه یې خپل ښه ملګری یاد کړ. ښاغلي ټروډو د اکس په شبکې کې لیکلي چې په نړۍ کې به ډیر خلک د هغه پسې خفه وي.
د آغا خان پرمختیایي شبکه چې کلنۍ بودجه یې نږدې یو میلیارد امریکایي ډالره ده، د نړۍ په څه باندې ۳۰ هیوادونو کې د روغتیایي خدماتو، کورونو، تعلیم او کلیوالي اقتصادي پرمختګ لپاره کار کوي.
هغه همدارنګه په افغانستان، بنګله دیش او تاجیکستان کې د آغا خان په نامه روغتونونه هم لري.
هغه په کابل کې د سرینا په نامه هوټل هم درلود چې همدې تیره اوونۍ یې خپل فعالیت بند کړ. پخپله آغا خان په ۲۰۰۵ کې د همدې هوټل د پرانیستلو لپاره کابل ته تللی و.
کابل سرینا، په افغانستان یوازینی عصري هوټل چې د تیرو څه باندې ۲۰ کالونو راهیسې یې په نړیواله کچه د میلمنه پالنې خدمات وړاندې کول اعلان یې وکړ چې د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نیټې یې خپل فعالیت په افغانستان کې بند کړ.
فورم \ دبحث خونه