د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د هاوان مرمۍ لګېدو څلور ماشومان وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله څلور ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د غزني چارواکي وايي چې دغه پېښه پرون سې شنبه ناوخته د دهیک ولسوالۍ په «لغوات» کلي کې رامنځته شوې ده.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده نن چهارشنبه جون ۱۷ (غبرګولې ۲۸) امریکا غږ ته وویل چې د هاوان دغه مرمۍ د طالبانو لخوا توغول شوې وه. او د لوبو پرمهال د ماشومانو په منځ کې لګېدلې ده.

جمعه زاده وویل چې درې نورو ټپيان د غزني مرکزي روغتون ته انتقال شوي چې په وینا یې روغتیايي وضعیت یې سم نه دی.

د یو بل خبر له مخې د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت بیا امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه د غزني ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د پولیسو پر پوستو برید کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او بریدونه یې پر شا تمبول شوي دي.

طالبانو د دغه پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ملګرو ملتونو پخپل یو راپور کې افغانستان په نړۍ کې د پنځم پرله پسې کال لپاره د ماشومانو لپاره لومړنی مرګونی هیواد اعلان کړب.

ملګرو متلونو په دغه راپور کې ویلي و چې په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې څه باندې ۳زره ماشومان په په افغانستان کې وژل شوي او په همدې شمېر کې نور ټپیان شوي دي.

د یاد راپور په اساس دغه افغان ماشومان د جګړو، ماین چاودنو، ځانمرګو بریدونو او د تاوتریخوالي ځينو نورو پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG