د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې ماین چاودنې ۴ ملکیان وژلي ۸ ټپیان دي


د زابل امنیې قوماندانۍ د ټپي شوو ملکي وګړو شمېر ۹ تنه ښودلی دی.
د زابل امنیې قوماندانۍ د ټپي شوو ملکي وګړو شمېر ۹ تنه ښودلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په زابل ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او۸ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د سې شنبې په ورځ مې ۱۹(غوايي۳۰) ویلي چې دغه پېښه پرون ناوخته د زابل ولایت په میزانې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په وژل شوو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

هغه ویلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د ملکي خلکو یو ټونس موټر په سیمه کې د نوموړي په وینا د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوي ماین باندې برابر شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه زیاته کړې چې د پېښې ټول قربانیان ښځې، ماشومان او نارینه دي.

پر همدې مهال د زابل امنیه قوماندانۍ هم په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دغه ماین د طالبانو لخوا امنیتي ځواکونو ته ځای پر ځای شوی و.

د زابل سیمه ییزو چارواکو بیا د ټپي شوو ملکي وګړو شمېر ۹ تنه ښودلی دی.

د زابل د پوليسو ویاند لعل محمد امیري امریکا ته وويل چې پېښه د ولسوالۍ په خاکي تپې سیمه کې د لويې لارې پر سر رامنځته شوې ده.

ده زیاته کړه چې د سيمي اوسیدونکې په بازار کې له سودا رانیولو څخه وروسته خپل کلي ته د تګ په حال کې وو چې د سړک د غاړي د ماین قرباني شول.

ده وويل:"د میزاني ولسوالۍ په خاکي تپې سیمه کې تیر ماښام د سړک د غاړي ماین چاودنه شوې چې په پايله کې يې څلور ملکي وګړي وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي او دغه ماین د وسله والو طالبانو لخوا د امنیتي ځواکونو د لمنځه وړلو لپاره ځای پر ځای کړی وو چې ملکي خلګ يې قرباني شول."

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې بلې اعلامیې کې هم ویلي په زابل ولایت کې یوه شپږ کسیزه ډله چې په ماین جوړولو مصروفه وه د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG