د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نړۍ کې د ماشومانو لپاره لومړی مرګونی هیواد دی ـ راپور


تیره ورځ د بې پولې ډاکټرانو سازمان د برید له امله په دغه روغتون کې د زېږنتون څانګې د تړل کېدو خبر ورکړ
تیره ورځ د بې پولې ډاکټرانو سازمان د برید له امله په دغه روغتون کې د زېږنتون څانګې د تړل کېدو خبر ورکړ

ملګرو ملتونو پخپل یو تازه راپور کې افغانستان په نړۍ کې د پنځم پرله پسې کال لپاره د ماشومانو لپاره لومړن مرګونی هیواد اعلان کړی.

ملګرو متلونو په دغه راپور کې ویلي چې په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې څه باندې ۳زره ماشومان په په افغانستان کې وژل شوي او په همدې شمېر کې نور ټپیان شوي دي.

د یاد راپور په اساس دغه افغان ماشومان د جګړو، ماین چاودنو، ځانمرګو بریدونو او د تاوتریخوالي ځينو نورو پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو په را پور کې د ۱۲۰۰ ماشومانو د وژنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو، د نژدې زرو تنو نورو ماشومانو د وژنې مسؤلیت پر افغان امنیتي او دولت پلوه ځواکونو او پاتې نورو مسؤلیت پر ناپيژندل شوو وسله والو ډلو اچول شوی دی.

په وسله والو نښتو کې د ګیر ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي استازي ویرجینیا ګامبا ویلي چې افغانستان په دغه کال کې یو ځل بیا د ماشومانو لپاره به نړۍ کې لومړی مرګونی هیواد پيژندل شوی دی،خو زیاتوي چې نسبت ۲۰۱۸ میلادي کال ته په دغه کال کې د ماشومانو مرګ ژوبله کمه شوې ده.

اغلې ګامبا د ماشومانو د مرګ ژوبلې کمېدو لامل د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو لخوا د ځینو اقداماتو تر سره کېدل بللي دي.

نوموړې زیاته کړې چې په ۲۰۱۹ میلادي کال تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ماشومانو ته اوښتې ده.

د ملګرو متلونو دغه استازې هیله ښودلې چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه روانو هڅو سره په دغه هیواد کې دماشومانو مرګ ژوبله کمه شي.

په دغه راپور کې تر افغانستان وروسته، سوریه، یمن په دوهم او دریم ځای کې د ماشومانو لپاره د مرګونو هیوادونو په توګه یاد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت د کابل ښار شپږمه امنیتي حوزه کې پر یو سل بستریز روغتون وسله وال برید کې د میندو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.

تیره ورځ د بې پولې ډاکټرانو سازمان د برید له امله په دغه روغتون کې د زېږنتون څانګې د تړل کېدو خبر ورکړ.

که څه هم افغان حکومت تر دې مهاله د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې د ملکي تلفاتو مخنیوي په برخه کې د اړینو اقداماتو تر سره کېدو خبر ورکړی.

طالبانو هم تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې ورته راپورونه رد کړي او یو اړخیز بللي دي.

XS
SM
MD
LG