د لاس رسي وړ اتصالات

پولیس: کابل کې د یوې کورنۍ غړي په مرموز ډول وژل شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار په اتمې امنیتي حوزې کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو مړي پیدا شوي دي.

د کابل د امنیه فوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز امریکا غږ ته وویل چې پولیسو د دغې کورنۍ غړي تېره شپه (کب ۱۸) د کارته نو د قلعه برقي سیمې اړوند یو کور کې موندلي دي.

ښاغلي فرامز زیاته کړه:"تر اوسه ښکاره شوې نه ده چې مړه شوي کسان وژل شوي یا هم د ګازو مصمومیت او یا هم د کوم بل لامل له کبله یې ځانونه بایللي دي."

هغه زیاته کړه چې مړي د څېړنو لپاره عدلي طب ته استول شوي او د پېښې څرنګوالي لپاره د پولیسو څېړنې روانې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند دا هم وویل لومړنۍ څېړنې ښيي چې "د پېښې په ځای کې غلا نه ده تر سره شوې او د مړو په ځان کې د ډزو/ټپونو علایم نه ښکاري."

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د عدلي طب رپوټ وروسته به د پېښې څرنګوالی روښانه شي.

تېره ورځ هم په یاده سیمه کې د لوګر د ولایتي شورا غړی محمد ناصر غیرت هم له خپلو دوو ملګرو سره په وسله وال برید کې ووژل شو.

په تېرو څو میاشتو کې کابل کې ترهګریز بریدونه تر یو حده راکم شوي خو عام خلک له جنایي پېښو سر ټکوي.

دوی وايي د ښار په کوڅو کې د ماښام وروسته تګ راتګ خطرناک دی.

تر دا مهاله د دغه دواړو پېښو مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG