د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او ترکیې په سرحد کې څلور افغانان مړه شوي


انساني قاچاق کوونکي یو شمېر افغانان دایران او ترکیې له لارې اروپا ته انتقالوي
انساني قاچاق کوونکي یو شمېر افغانان دایران او ترکیې له لارې اروپا ته انتقالوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ایران او ترکیې ترمنځ سرحد کې د طوفان او سړې هوا له امله څلور افغانان مړه شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه مارچ ۲۲ (وري ۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد کسان د دواړو هیوادونو ترمنځ د ارومیه «چالدران» سیمه کې مړه شوي او دوه تنه یې ژغورل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت دقیق وخت نه یاد کړی، خو زیاته کړې ده چې دغه پېښه په دې وروستیو کې شوې ده.

د بیان له مخې په انقره کې افغان سفارت د مړو د تکفین مراسم تر سره کړي او دوه جسدونه یې خپلو کورنیو ته هم سپارلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې رامنځته شوې پېښه د ترکیې او ایراني چارواکو سره په ګډه تعقیبوي او په خبره یې د پېښې ځای ته د لټون دوې ډلې استول شوي دي.

خو د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه له افغانانو غوښتي چې په قاچاقي لارو بهر ته ولاړ نشي.

اعلامیه وايي: "بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خپلو وګړو څخه غوښتنه کوي چې ترڅو له غیر قانوني سفرونو څخه چې د دوی ژوند د مرګ له ګواښ سره مخامخ کوي په کلکه ډډه وکړي."

یاد وزارت ویلي چې د پېښې ځای د ایران له مرکز څخه په ۸۰۰ کیلومترۍ او له انقرې څخه شااوخوا په ۱۲۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

په اعلامیه کې ویل شوي نه دي چې دغو افغانانو هلته څه کاوه. خو معمولآ انساني قاچاق کوونکي یو شمېر افغانان دایران او ترکیې له لارې اروپا ته انتقالوي.

XS
SM
MD
LG