د لاس رسي وړ اتصالات

'تیرو شپږو میاشتو کې له ایرانه نژدې ۴لکه افغانان راستانه شوي'


له ایرانه راستنېدونکي افغان کډوال
له ایرانه راستنېدونکي افغان کډوال

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه څه باندې ۴لکه افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت مسؤلین وایي چې په دغه موده کې تر ټولو زیات کډوال له ایران او تر ټولو کم یې له ترکیې څخه هیواد ته بیرته ستانه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وارت د ویاند مرستیال رضا باهر نن جمعه جولای۲۴(زمري۳) امریکا غږ ته وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۸زره افغان کډوال له پاکستان، شاوخوا ۲۰۰ تنه له ترکیې او پاتې نور ټول له ایران څخه هیواد ته ستانه شوي دي.

هغه وویل:"د ۲۰۲۰ کال له پيل څخه بیا تر دامهاله څه باندې ۴سوه زره تنه، له ایران، پاکستان او اکثرو کوربه هیوادونو څخه افغانستان ته راغلي دي چې تر ټولو زیاته برخه یې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي."

ښاغلي باهر زیاته کړه چې د یاد کډوالو تر ټولو زیاته برخه یې هغه کسان دي چې له قانوني اسنادو پرته یې په هغه هیوادونو کې ژوند کاوه او په زوره افغانستان ته شړل شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال همدارنګه وویل چې په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدو له امله له ترکیې او پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو ستنېدو لړۍ درېدلې، خو زیاته یې کړه چې له ایران څخه د کډوالو راستنېدو لړۍ روانه ده.

له ایران څخه په ګڼ شمېر کې د افغان کډوالو ایستل کېدو راپور پر داسې مهال ورکول کیږي چې په دې وروستیو کې په هغه هیواد کې د افغان کاریګرو سره د ایراني سرتیرو چلند سخت غبرګونونه را وپارول.

دغه وزارت وايي، د کرونا ویرویس خپرېدو په لومړیو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته په ورځ کې تر ۱۵زره کډوال راستنېدل، خو زیاتوي چې اوس مهال په ورځ کې له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغان کډوال راستنیږي.

افغان چارواکي وايي چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله له اروپا يي هیوادونو څخه افغان پناه غوښتونکي نه دي ایستل شوي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهاله شااوخوا درې میلیونه افغان کډوال یوازې په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.او زرګونه نور اروپا ته د تلو په تکل په ترکیه کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG