د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: طالبانو د جرمني د یوې سیمه ییزې موسسې څلور کارکوونکي نیولي دي


د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت وايي، طالبانو د دغه هېواد د حکومت اړوند د یوې مرستندویه موسسې څلور کارکوونکي نیولي دي.

ددې وزارت ویاند د شنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس ته وویل: "زه تائیدولی شم چې د جرمني د GIZ (د نړیوالې همکارۍ د ادارې) کارکوونکي نیول شوي دي، خو دا چې ولې نیول شوي دي له کوم مقام څخه مو معلومات نه دي ترلاسه کړي."

هغه زیاته کړه چې دوی دا مسله "ډیره جدي" ګڼي او د ټولو چینلونو له لارې کار کوي ترڅو دا کارکوونکي خوشې شي.

د جرمني د نړیوالې همکارۍ اداره یوه دولتي اداره ده چې په ۱۲۰ هیوادونو کې د اقتصادي پراختیا، کارموندنې، سولې او امنیت، چاپیریال او انرژۍ په برخو کې فعالیت کوي.

پر افغانستان باندې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته، جرمني په کابل کې خپل سفارت وتړه.

سره له دې چې د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو کارکوونکو د نيولو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د طالبانو د اقتصاد وزارت ويلي دي، چې مرستندويه موسسې کولای شي د افغانستان د ملي ګټو په ساتلو سره په دغه هېواد کې فعاليت وکړي.

د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې، د طالبانو د اقتصاد وزارت په حواله، په تېر کال کې په افغانستان کې تر ٢٠٠ زياتو کورنيو او بهرنيو مرستندويه موسسو خپل فعاليتونه بند کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG