د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: له ایران سره سرحد کې مو څلور سرتېري وژل شوي


د پاکستان امنیتي ځواکونه
د پاکستان امنیتي ځواکونه

د پاکستان پوځ نن چهارشنبه جنوري ۱۸ (مرغومې ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ایران سره په سرحد کې یې په «یو تروریستي برید» کې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا پېښه د بلوچستان ایالت د پنجګور په سیمه کې شوې ده. اعلامیه وايي برید له پولې بلې غاړې شوی دی.

د بلوچستان په ایالت کې بلوچ بیلتون غوښتونکي فعال دي او وخت ناوخت د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې د سرتېرو کارون یې په ګزمه روان و چې «ترهګرو» پرې برید وکړ.

پاکستان له ایران څخه غوښتي دي چې په خپلې خاورې کې ترهګر ختم کړي. ایراني چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې تر دې دمه د دې برید مسئولیت اخیستی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د بلوچستان په ایالت کې د پاکستان په پوځ برید کېږي، تر دې مخکې هم دا ډول بریدونه شوي چې د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ د اکثریت بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ د پاکستان حکومت تورنوي چې د دوی حقونه نه ورکوي او د «بلوچانو په سیمو کې د هغوی طبیعي شتمنۍ» لوټوي، خو پاکستاني مقامات دا تورونه ردوي.

دا برید داسې مهال شوی چې د پاکستان پوځ همدا نن اعلان کړی چې د پاکستان د بلوچستان د «کیچ ضلعې په هوشاب» سیمه کې یې د «ترهګرو» په ضد عملیات کړي او څلور تنه یې وژلي دي. دا سیمه د ایران سره سرحد ته نژدې ده.

XS
SM
MD
LG