د لاس رسي وړ اتصالات

اورپکو پیښور ته څیرمه د پولیسو درې افسران وژلي- پاکستاني چارواکي


ارشيف 
ارشيف 

پاکستاني چارواکي وایي اورپکو د شنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۴) پیښور ښار ته څیرمه د پولیسو پر درېو افسرانو ډزي کړي او هغو یې وژلي دي.

د هغه هیواد د عملیاتونو یو جګپوړي مسول کاشف آفتاب عباسي وایي دغه درې افسران د هغو اورپکو د تعقیب پرمهال ووژل شول چې تر دې مخکې یې پیښور ته نږدې د سربند په سیمه کې د لاسي بمونو، سنایپر ټوپک او ماشین ګڼو په مرسته د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی و.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د شنبې په ورځ جنوري ۱۴ د پولیسو پر پوستې او د پولیس افسرانو د وژلو مسولیت پر غاړه واخیست.

ټي ټي پي د تیرو شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې په پاکستاني کې فعالیت کوي او په هغه هیواد کې د اسلامي قوانینو د عملي کیدو، د دولت په قید کې د خپلو غړو د آزادیدو او په قبایلي سیمو کې د حکومتي پوځیانو د حضور د کمیدو غوښتنه کوي.

پاکستاني طالبانو همدارنګه د جمعې په ورځ په پنجاب ایالت کې هم د پولیسو پر یوې پوستې د برید مسولیت چې له امله یې دوه افسران ووژل شول، هم پر غاړ ه اخیستی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي دي چې مرکزي حکومت د خیبرپښتونخوا په شمال لودیځ کې چېرې چې پیښور هم په همدې سیمه کې دی، د نظم او قانون د خرابیدو په اړه ژوره اندیښنه لري.

نوموړي پر سیمه ایزو چارواکو انتقاد وکړ او ویې ویل چې هغوی له تیرو بریدونو څخه په خاص ډول د بنو په سیمه کې د اورپکو له خوا د ترهګرۍ ضد ادارې نیولو او برمته کولو څخه عبرت ندی اخیستی.

ثناالله وویل:" ترهګر د پولیسو پر پوستو بریدونه کوي، پولیس سرتیري او افسران تر برید لاندې دي. له دې ښکاري چې ولایتي حکومت عبرت ندی اخیستی آن د بنو د ترهګرۍ ضد مبارزې پر مرکز له برید څخه".

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د اعلي وزیر لومړیتوب سیاست دی نه سوله، هغه پوښتنه وکړه په داسې حال کې چې سیمه ایز پولیس له بریدونو په امان کې نه وي نو عام خلک به څنګه خوندي ووسي.

پاکستاني طالبانو وروسته له هغه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړل چې په نومبر میاشت کې یې له حکومت سره یو اړخیز اوربند مات کړ. یاده ډله له افغان طالبانو جلا ده خو اړیکي ورسره لري.

XS
SM
MD
LG