د لاس رسي وړ اتصالات

ناورې کې د نظامي الوتکې په سقوط کې څلور امریکایي عسکر وژل شوي


د ناروې پوځ د شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۸) ویلي دي د یوې امریکایي نظامي الوتکي د سقوط له امله چې د ناټو په تمرینونو کې یې برخه اخیستې وه، څلور امریکایي پوځیان وژل شوي دي.

دغو څلورو پوځيانو د سړې هوا د غبرګون په هغو نظامي تمرینونو کې برخه اخیستې وه چې د ناټو او متحدو هیوادونو ۳۰ زره پوځیانو پکې ګډون کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې پولیس په ځایي وخت د شنبې په ورځ مارچ ۱۹ سهار وختي سیمې ته ورسیدل او دا یې تائید کړه چې په الوتکه کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

د ناروې دفاع وزارت په یوې بیانیه کې ویلي دي تر هغه ځایه چې پولیسو څرګنده کړې په الوتکه کې ناست کسان د امریکا اتباع دي.

د امریکا سمندري ځواکونو کې تر دې مخکې په نظامي تمرینونو کې د خپلې یوې الوتکي د لادرکه کیدو پخلی کړی و او ویلي وو چې د ناروې اړوند مسولین د پلټنې د عملیاتو مشري کوي.

د ناروې صدراعظم جوناس ګرسټور پر یو ټویټ لیکلي:"په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې وایي بیګاه شپته د یوې الوتکې په سقوط کې څلور امریکایي عسکر وژل شوي دي."

په دغو تمرینونو کې چې د اپریل میاشتې تر لومړی نیټې پورې دوام کوي، کابو ۲۰۰ الوتکې او شاوخوا ۵۰ بیړۍ هم ګډون لري.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي د جمعې په ماښام راپور ورکړل شو چې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه V-22B Osprey نظامي الوتکه د ناروې په شمال لادرکه شوې ده.

د ۲۰۲۲ د سړې هوا د غبرګون د نظامي تمرینونو هدف دادی چې د ناټو د ډله ایزې دفاع د ضرورت پرمهال ناروې څنګه د متحدینو هڅې همغږي کولی شي.

پر اوکراین د روسیې د نظامي یرغل له پیل وروسته د روسیې او ناټو ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي خو دغه نظامي عملیات د فبروري په ۲۴ نیته د یرغل له پیل خورا مخکې پلان شوي وو.

XS
SM
MD
LG