د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه بلاروس ته پوځیان استوي، امریکا غبرګون ښودلی


روسي چارواکو د سه شنبې په ورځ جنوري اتلسمه (مرغومي ۲۸) وویل چې مسکو د پوځي تمریونو په هدف بلاروس ته پوځيان استوي، خو ددغو پوځیان شمیر یې معلوم کړی ندی.

د روسیې د دفاع وزارت مرستیال السکاندر فومین ویلي چې د بلاروس په مشترکو پوځي تمرینونو کې به د بهرني تهدید په وړاندې د ځواب ورکولو ګډ تمرینونه هم شامل وي.

اسوشیټد پرس راپور ورکړی چې روسیې له وړاندې بلاروس ته د پوځيانو په استولو پیل کړی دی. د روسیې د دفاع وزارت د مرستیال په وینا، د فبروري تر نهمې نیټې پورې به ټول روسیي پوځيان بلاروس ته ورسیږي.

دغه نظامي تمریونه ټاکل شوېده د فبروي له ۱۰ تر ۱۲ نیټې پورې وشي. ښاغلي فومین دا ندي روښانه کړې چې په دې نظامي تمریونو کې به څومره قوا برخه واخلي خو دا یې ویلي چې ۱۰ سو ۳۵ جنکي جیت الوتکي او د روسیي هوایي پرسونل به په دې مشترکو نظامي تمریونو کې برخه واخلي.

د بلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو ویلي چې له روسیې سره به مشترک تمرینونه ددغه هیواد په غربي او جنوبي سرحداتو کې وشوي چیرې چې له اوکراین سره ګډه پوله لري.

لوکاشینکو چې د کورنیو اعتراضاتو د ځپلو له امله د لودیځ د بندیونو وروسته روسیې ته نږدې شوی، په دې وروستیو کې مسکو د اټومي‌ وسلو د کوربه توب وړاندېز کړی دی.

په داسې حال کې چې د اوکراین پر سره له مسکو سره د واشنګټن تاوتریخوالي مخ په زیاتیدو دي، سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی چې روسیه کیدای شي هره لحظه پر اوکراین برید وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۸ یو ځل بیا د اندیښنې په څرګندونو سره بلاروس ته د روسي پوځیانو استول، د یوه "ډیر خطرناکه حالت" جز وباله.

میرمن ساکي وویل:" په داسې یوې مرحله کې یو چېرې چې روسیه کولی شي هره لحظه پر اوکراین برید وکړي."

د اوکراین پر سره د تاوتریخوالو د کمیدو په هدف تیره اوونۍ د روسیې، امریکا او ناټو ترمنځ د خبرو څو پړاونه بې نتیجې پاتې شول.

د اوکراین چارواکو خبرداری ورکړی چې کیدای شي روسیه د خپل متحد بلاروس په ګډون له څو اړخونو پر اوکراین برید ورکړي.

ټاکل شوېده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د جمعې په ورځ جنوري ۲۱ د کړکیچ د کمیدو په هدف په یوې بله هڅه کې په ژنیف کې له خپل روسیي سیال سرګي لاورف سره وګوري.

روسیې په داسې حال کې اوکراین ته نږدې خپلو پوځي حضور زیات کړی چې بریټانیا اوکراین ته د ټانک ضد وسلې استولي دي.

د اوکراین دفاع وزیر د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۸ وویل چې د بریټانیا له خوا یې د ټانکونو ضد وسلې ترلاسه کړي دي او دا به له هغوی سره د دفاعي وړتیاوو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

متحده ایالتونو او متحدینو یې د تاوتریخوالو د کمیدو په هدف له روسیې غوښتي دي‌ چې د اوکراین پولې ته نږدې خپل پوځيان کم کړي.

غربي مقامات وایي روسیې په وروستیو اوونۍ کې له کوم معقول دلیل پرته اوکراین ته نږدې څه باندې سل زره پوځيان، ټانکونه او وسلې ځای پرځای کړي دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ جنجال په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه رامنځ ته شو چې مسکو پلوی جمهور رئیس ویکټور یانوکویچ لیرې کړای او روسیې د هغه هیواد کریمیه سیمه د خپلې خاورې برخه وګرځوله.

د روسیې او اوکراین ترمنځ په کابو اته کلنو تاوتریخوالو کې شاوخوا ۱۴ زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG