د لاس رسي وړ اتصالات

په ناروې کې د ناټو پراخ پوځي تمرینونه


ناټو په ناروې کې بې سارې اته ورځني تمریونه پیل کړي دي
ناټو په ناروې کې بې سارې اته ورځني تمریونه پیل کړي دي

د ناټو یو دیرش غړو هیوادونو په ناروې کې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړي دي چې په تیرو څو لسیزو کې بې ساري بلل شوي دي.

دغه عملیات چې پرون روسیې ته نږدې پیل شوي له نولس سوه و اتیایمې لسیزې راپدیخوا تر ټولو ستر نظامي تمرینونه بلل شوي دي.

د ناټوعمومي منشي ینس ستولتنبرگ وویل، دی په دې ډاډه دی چی ناټو اوروسیه به دواړه په مسوولانه ډول خپل اقدامات پرمخ بوزي.

ینس سټولټنبرگ وویل" موږ د سړې جگړې نوی پړاو نه غواړو. د وسلو نوې سیالي هم نه غواړو. له همدې امله له روسېې سره د ښو اړیکو لپاره کار کولو ته ضرورت لرو. ددې معنی داده چې موږ ډیر نظامي حضور او ډیرو نظامي تمریناتو ته ضرورت لرو."

خو هغه زیاته کړه، د ډیر بحران او تشنج په صورت کې اړتیا ده چې د تصادفاتو او تصادم ، غلط فهمیو او ناسمو اټکلونو مخه ونیول شي.

د ناټو له ډاډ سره سره، روسیه په دې تمرینونو خوشاله نده، مسکو خبرداری ورکړی که د ناټو فعالیتونه زیات شی نو ځواب ورکولو ته به اړشی اړ شي.

د روسیې عکس العمل

روسي چارواکي وايي، د دوی سمندري قوه پلان لري د نوامبر له لومړۍ نیټې څخه تر دریمې نیټې پورې هغو نړیوالو اوبو ته نږدې توغندي وازمويی چیرې چې ناټو خپل عملیات پیل کړي دي.

د ناټو د بالتیک هېوادونو د غړیو او مسکو ترمنځ ترینگلیتا مخ په زیاتیدو ده، په دې کې داسی راپورونه هم شته چی د روسېې نظامي الوتکو پر فضايي قلمرو تیری کړیدی.

روسیې په اروپا کې د اټومی کوپړیو د انتقالولو نوې توغندي ځای په ځای کړی دی. په دې توگه یې د وسلو د کنترول هغه مهمه موافقه له خطر سره مخ کړېده چی د ساړه جنگ پړاو ېې پایته رسولی و.

د ناټو د نظامي تمرینونو مرکز په ناروې کې دی او د ناټو له یو دیرشو هیوادونو کابو ۴٠ زره عسکر راټول شوي دي. په دې تمرینونو کې د ناټو غړي هېوادونه او د هغوی شریکان برخه لري.

په دغو تمرینونو کې هوايي، سمندري او ځمکني ځواکونه برخه لري او د فنلنډ او بالتیک سمندرگي ختیځې خوا ته او په ختیځ کې تر آیسلنډ پورې رسېږی.

XS
SM
MD
LG