د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې ناڅرګندو کسانو د یوې کورنۍ ۴ ښځینه غړې وژلي


د لوګر حکومتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز کې ناپېژاندو وسله والو د يوې کورنۍ څلور ښځينه غړې وژلې دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لوندګ نن شنبه جون۱۳(غبرګولې۲۴) امريکاغږ اشنا ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د مرکز پل علم اړوند د التمور په سيمه کې شوې ده.

نوموړي وويل، يو شمېر ناپېژانده وسله وال يوه کور ته اوښتي او د کورنۍ پر غړو يې ډزې کړي، يوه مور او د هغې درې لوڼه يې ځای پرځای وژلي، يوه لور او يو زوی يې ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د يادې کورنۍ يوه خپلوان نورحکيم امريکاغږ اشنا ته وويل چې بريد کوونکي دوه تنه وو او د شپې شاوخوا درې بجې ياد کور ته اوښتي او ډزېيې کړي او بيا په تېښته بريالي شوي دي.

نورحکيم زياته کړه چې دغې کورنۍ نه شخصي دښمني درلوده او نه يې کوم غړي په حکومت او يا غيرحکومتي اداره کې دنده لرله.

تر دې مهاله د دې بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې هم ناپېژاندو وسله والو کسانو دوې خويندې ويشتلې او وژلې وې.

XS
SM
MD
LG