د لاس رسي وړ اتصالات

د فوربز مجلې په نوملړ کې څلور افغان ځوانان


سږکال د فوربز د مجلې په نوملړ کې د څلورو افغان ځوانانو نومونه هم د نړۍ تر ټولو کامیابو ځوانانو په نوملړ کې راغلي.

د فوربز مجله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هر کال د ۳۰ کلونو څخه ټیټ عمر لرونکي ځوانانیو نوملړ خپروي چې په کې هغه ځوانانو ته ځای ورکول کیږي چې د نوښت او لاسته راوړنو سربیره یې په ټولنې کې ځینې مثبت بدلونونه راوستي وي. سږکال په دغه لست کې د افغانستان څخه د دریو نجونو او یو هلک نوم هم راغلی دی.

۲۹ کلنه شبانه راسخ چې د سولې په نوم ښوونځي بنسټګره ده، د دغه ښوونځي له لارې د نجونو لپاره معیاري زده کړې برابروي.

۲۶ کلنه تمنا عاصي بیا د طب له رشتې څخه فارغ شوې او نجونو او ماشومانو ته د دوي د حقونو په اړه پوهاوي په برخه کې فعالیت لري. آغلې عاصي او د هغې د ډلې کوښښونه وو چې په افغانستان کې یې د بکارت د پردې ازموینه غیرقانوني اعلان شوه.

۲۷ کلنه فرشته کریم بیا په کابل کې د چهارمغز په نوم یوه ګرځنده کتابتون لري چې په مرسته یې ماشومانو ته کتابونه رسوي او ماشومان د کتاب لوستلو ته هڅوي.

مرتضی بهبودي بیا په فرانسوۍ ژبه د ګیتي نیوز په نوم یوه آنلاین خبري شبکه چلوي چې پکې ګڼ شمیر هغه خبریالان په دنده بوخت دي چې په فرانسې کې د کډوالۍ شپې او ورځې تیروي.

سږکال د فوربز د مجلې په لست کې له هند څخه ۵۹ کسانو او جاپان څخه د ۳۰ کسانو نومونه راغلي و.

XS
SM
MD
LG