د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د افغانستان د نیمروز ولایت په دښتو کې د یو شمیر افغانانو د اجسادو تر پیدا کیدو وروسته، دا پيښه ناوړه بللې ده.
بنیټ د شنبې په ورځ (اګست لومړۍ) پخپل ایکس حساب د یوه پیغام په خپرولو د هغو کسانو له کورنیو سره چې عزیزانو یې په دې پيښه له لاسه ورکړی خواخوږي ښودلې ده.
په نیمروز کې د طالبانو د والي ویاند عبدالمتین توحیدي رسنیو ته تایید کړې ده چې د ۱۴ کسانو اجساد د جمعې په ورځ موندل شوي دي.
بنیټ ویلي:"دا ډېره اړینه ده څو هغه اصلي لاملونو ته جدي پاملرنه وشي چې افغانان دې ډول ناهیلوونکو او خطرناکو سفرونو ته اړ باسي."
راپورونه وایي شاوخوا ۱۹ کسان په دې سفر کې شامل وو چې د پنځو کسانو جسدونه په لومړیو ورځو کې پیدا شول خو څوارلس نور چې په پښو روان شوي وو، مړي یې د جمعې په ورځ ترلاسه شول.
دا تر اوسه په دقیقه توګه معلومه نده چې یاد کسان په کوم تاریخ له افغانستان څخه د ایران په لور روان شوي وو.
د نیمروز چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ددغو څوارلسو مړو شویو کسانو جسدونه تر ریګو لاندې شوي وو.
په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان ای او ام هم د نیمروز په دښتو کې د نولس کسانو د وژل کیدو په راپورونو ژوره اندیښنه ښودلې ده.
دغه سازمان هم په خپله ایکس پاڼه لیکلي:"د مهاجرت په لارو کې د هر ژوند له لاسه ورکول یوه ژوره غمیزه ده."
نیمروز د افغانستان یو له تر ټولو ګرمو او وچو ولایتونو څخه دی چې د کال په دې وخت کې د تودوښې درجه پکې د سانتي ګریډ په کچه شاوخوا ۴۵ ته رسېږي.
په افغانستان کې د کاري فرصتونو د کموالي او اقتصادي ستونزو له امله یو شمیر افغان ځوانان د کار د موندلو لپاره په قاچاقي لارو نورو هیوادونو ته د تګ هڅه کوي خو دا سفرونه او لارې تل له خطرونو ډک وي.
فورم \ دبحث خونه