د لاس رسي وړ اتصالات

نی: کروناویروس څلور افغان خبریالان مړه کړي


د نی دفتر وايي چې له سلو نه ډېر افغان خبریالان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د نی دفتر وايي چې له سلو نه ډېر افغان خبریالان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې اداره یا نی وايي چې په دغه هېواد کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله څلور خبریالان مړه شوي او لږ تر لږه سل خبریالان نور په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دغه بنسټ مشر عبدالمجیب خلوتګر نن دوشنبه (چنګاښ ۲/ جون ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې د ملي راډیو ټلویزیون خبریال نوید عظیمي چې له یوې اونۍ راهیسې په کرونا ویروس اخته شوی و،تیره شپه یې خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

ښاغلي خلوتګر وویل چې د رسنیو مشران باید د خبریالانو روغتیا ته لومړیتوب ورکړي: "خبریالانو ته د کرونا ویروس باندې د اخته کېدو ګواښ ډېر زیات دی. دوی د دغه ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي. موږ د رسنیو د مدیرانو څخه غواړو تر څو د خبریالانو روغتیا ته لومړیتوب ورکړي او د دوی په کار کې باید په کرونا ویروس د اخته کېدو ګواښ جدي ونیول شي."

د نی دفتر په وینا له دې مخکې د اریانا ټلویزیون خبریال سلیمان یوسفي، د پژواک اژانس کارکوونکی شاه محمد هارون او د باختر اطلاعاتي اژانس خبریاله پروي رفیقي خپل ژوند د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه چې ښايي په ننګرهار کې یو تن مړ شوي خبریال هم د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله سا ورکړې وي، خو وايي، دغه پېښه د دوی سره رسماً نه ده ثبت شوې.

له دې مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي چې د نړۍ د ټولو هېوادونو په پرتله افغانستان کې، ډېر شمېر خبریالان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

خو د نی دفتر وايي چې له سلو نه ډېر شمېر افغان خبریالان په کرونا ویروس اخته شوي او یو شمېر یې بیرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۵۹۸ تنه مړه شوي او ۲۹۱۴۳ نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG