د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې له مالي څخه د پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ


فرانسوي ځواکونه د مالي د شمالي برخې د امنیت د تامين پرمهال 
فرانسوي ځواکونه د مالي د شمالي برخې د امنیت د تامين پرمهال 

فرانسې او متحدینو یې د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۸) له مالي څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ.

فرانسې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې مالي ته ځکه خپل پوځیان واستول چې د هغه هیواد له شمال څخه اورپکي وباسي. دغو ځواکونو له هماغه مودې څخه تر اوسه د مالي له پوځیانو سره یوځای د اورپکو پر ضد جګړه کوله.

د فرانسې په بیانیه کې چې د اروپايي متحدینو او کاناډا سره په همغږۍ خپره شوې د " مالي د انتقالي چارواکو متعددو خنډونو" ته اشاره شوې ده.

په بیانیه کې ویل شوي، سیاسي، عملیاتي او قانوني شرایط نور داسې نه وو چې له ترهګرۍ سره مبارزه وشي. تر اوسه د مالي چارواکو د بیانې په اړه څه ندي ویلي.

دا اعلامیه د فرانسې او مالي ترمنځ د تاوتخریوالو له زیاتیدو وروسته خپره شوې ده. د مالي لنډمهاله لومړي وزیر چوګیول کوکالا مایګا فرانسه تورنه کړې چې د اسلامپالو په وړاندې له خپل نظامي ماموریت څخه ددغه افریقایي هیواد د ویشلو لپاره کار اخلي.

نوموړي‌ که څه هم د خپلو دغو ادعاوو په اړه شواهد ندي وړاندې کړي او فرانسې هم ددغو تورونو په اړه څه ندي ویلي.

فرانسوي ځواکونه په ۲۰۱۳ کال کې له اسلام پالو څخه د مالي د شمالي برخو د نیولو په هدف هغه هیواد ته ولاړل.

مالي چارواکو په هغه وخت کې د فرانسوي پوځیانو د ورتګ هرکلی وکړ خو له هغې مودې تر اوسه پورې په یاد هیواد کې تاوتریخوالي او بې ثباتۍ زیاتې شوي ‌او دې کار د فرانسوي ځواکونو د تائید کچه ټیټه کړه.

فرانسې ویلي دي‌ چې هغوی به په ساحل کې له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي. د فرانسې جمهور رئیس امانیول مکرون د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې د وینا پرمهال وویل چې اروپايي ځواکونه به ګاونډي هیواد نایجیر ته ولاړ شي.

مکرون وویل چې د پوځیانو ایستل به څلور تر شپږ میاشتې وخت ونیسي.

فرانسې او څو نورو غربي حکومتونو د روسیې پورې له اوړندو کسانو سره د مالي د همکارۍ د احتمال په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده ، هغه څه چې د مالي حکومت رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG