د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې د جنسي غریزې قوي کولو لپاره د 'شاتو او جیل' درملو کارول بند کړل


د فرانسې روغتیایي او امنیتي مقاماتو نن د سه شنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري ۵) خبرداری ورکړ چې خلک باید د شاتو او جیل درمل چې د جنسي غریزې د قوي کولو تر نامه لاندې بازار ته عرضه شوي، استعمال نکړي.

ددې هیواد مقاماتو ویلي چې دغه محصولات داسې ترکیبونه لري چې کیدای شي خطرناک جانبي عوارض رامنځ ته کړي.

د فرانسې د فساد په وړاندې د مبارزې، ګمرکونو او د روغنتیا ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې له ټولو خلکو غوښتي چې که دغه د جنسي غریزو قوي کوونکي محصولات یې پیرودلي وي، باید هغه له منځه یوسي او استعمال یې نکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د "تور آس شات" او "جګوار قوت" په نامه محصولات د سیلدانافیل او تادالافیل په څیر کیمیاوي مواد لري؛ هغه مواد چې کیدای شي خطرناکه جانبي عوارض رامنځته کړي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو ترمنځ چې په قلبي ناروغیو اخته دي.

ددغو درملو په جانبي عوارضو کې د کلمو خونریزي، د مغزو پړسوب او د سږو له کاره لویدل شامل دي.

مقاماتو ویلي دي چې د نعوظ د اختلال ضد یواځني درمل وایاګرا او سیاسیل دي چې یواځې د ډاکتر په نسخې تجویز کیږي.

XS
SM
MD
LG