د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې یو جومات د امام د "افراطي وعظ" په وجه تړل کیږي


د فرانسې یو جومات
د فرانسې یو جومات

فرانسوي مقاماتو ددې هیواد په شمال کې د یو امام د «افراطي» دیني موعظو په خاطر د یو جومات د تړلو امر کړی دی.

د بوي ښار جومات ۵۰ نفوس لري او د پاریس په ۱۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی د شپږو میاشتو لپاره تړل کیږي.

د وز د سیمې مقاماتو ویلي د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۸ (مرغومي ۷) وویل چې ددې جومات واعظ «کرکې او تاوتریخوالي» ته لمن وهله او د «جهاد» دفاع یې کوله.

دغه جومات چې شاوخوا ۴۰۰ عبادت کوونکي ورتلل، دوه اونۍ وروسته له هغه تړل کیږي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالډ درمانین ویلي وو چې ددې ځای د تړلو امر یې ځکه کړی چې د هغه امام په خپل وعظ کې «مسیحیان، نرښځیان او یهودان په نښه کوي»، چې د ښاغلي درمانین په وینا «دا [کار] د منلو وړ ندی».

ددې جومات د اتحادیې وکیل صمیم بولکي ، فرانس پرس ته ویلي چې د جومات د تړلو پر وړاندې یې محکمې ته دعوا کړې ده. صمیم بولکي وایي پدې اړه به په راتلونکو ۴۸ ساعتونوکې محکمه پریکړه وکړي.

ددغه جومات ټولنه ادعا کوي چې دغه امام یواځې کله ناکله وعظ کاوه او اوس دوی لرې کړی دی، خو د رسمي اسنادو له مخې دغه امام په پرله پسې توګه دا کار کړی دی.

مقاماتو ویلي چې دغه امام د جهاد غږ کړی او په خپلو ویناو کې یې غیر مسلمانان د «دښمن» په توګه یاد کړي دي.

د فرانسې حکومت د روان کال په لومړیو کې اعلان کړی و چې هغه ځایونه، عبادت ځایونه او ټولنې به وڅاري چې د افراطي اسلام تبلیغات کوي.

دغه اقدامات وروسته له هغه وشول چې د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې د سامویل پتي په نوم یو ښوونکی ووژل شو. دغه ښوونکي د مدني مضمون د لوست پر وخت د اسلام د پیغمبر هغه کارتونونه د ښوونځي شاګردانو ته ښودلي وو چې د چارلي هیبدو مجلې څه موده پخوا خپاره کړي وو.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په روانه میاشت کې ویلي وو چې په فرانسه کې د څه دپاسه ۲۶۰۰ جوماتونو له ډلې ۱۰۰ جوماتونه او عبادت ځایونه د جلاغوښتنې د ایډیالوژۍ د خپرولو او تبلیغ په وجه پلټل شوي دي.

XS
SM
MD
LG