د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه وايي اوکراین ته یې د راکټ توغولو دستګاه وسپارله


د فرانسې تجهیزات
د فرانسې تجهیزات

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون نن سه شنبه ډسمبر ۲۰ (لیندۍ۲۹) وویل چې هېواد یې اوکراین ته نوي تسلیحات او د راکټ توغونې دستګاه سپارلې او نورې وسلې به د نوي کال په لومړیو کې وسپاري.

ښاغلي مکرون په خپلې مرکې کې چې په «ټي ‌اف۱ او ایل‌سي‌آی» تلویزونونو باندې خپره شوه وویل چې په دې وروستیو کې یې د دافع هوا بطرۍ او نور تجهیزات اوکراین ته استولي دي.

نوموړي وویل چې له اوکرایني مقاماتو سره کار روان دی چې نور تسلیحات او مهمات هم په اینده کې ور واستول شي چې له روسیې سره په جګړې کې او د هوايي بمباریو په مهال د ځان دفاع وکړي.

نوموړي وویل چې اوکراین ته په سپارل شویو تسلیحاتو کې د « Caesar» توپخانو سیارې دستګاوې هم شاملې دي.

نوموړي وویل چې له ډنمارک سره تر خبرو وروسته به د دغو توپخانو په اړه دریځ نور هم واضح شي. ډنمارک د دغو وسلو فرمایش ورکړی او توافق یې کړی چې اوکراین ته به یې استوي.

فرانسې په اوکراین باندې د روسیې د بریدونو په لومړیو کې کیف ته د « Caesar» ۱۸ توپخانې ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG