د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، بریټانیا او فرانسه، روسیې ته د ایراني‌ ډرون الوتکو په لیږد بحث کوي


دیپلوماتانو ویلي چې متحده ایالات، بریټانیا او فرانسه پلان لري د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۸) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د تړلو ورونو تر شاه پر روسیې د ایران د وسلو د پلور د تورونو په اړه بحث وکړي.

د امنیت شورا ددغو دریو غړو غونډه وروسته له هغه ترسره کیږي چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي، مسکو تورن کړ چې د ایران له خوا یې د جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو په مرسته، پر ملکي اهدافو بریدونه کړي دي.

بلخوا اوکراین په یو لیک کې چې رویټرز خبري آژانس ته په لاس ورغلی ویلي دي چې د ایران ساخت یوه بې پیلوټه الوتکه یې چې د روسیې له خوا په هغه هیواد کې کارول کیده، نسکوره کړې ه. اوکرایني چارواکو په دې لیک کې د ملګرو ملتونو له متخصصینو غوښتي دي چې نسکوره شوې الوتکه و ارزوي.

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې د ایران له خوا روسیې ته د ډرون الوتکو مهیا کول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۳۱ نمبر پریکړه لیک څخه سرغړونه ده کوم چې تهران د هغه هیواد د ۲۰۱۵ کال په اټومي قرار داد کې پرې هوکړه کړې ده.

دغو دیپلوماتانو چې په دې راپور کې د خپلو نومونو له یادولو ډډه کړې ویلي دي چې ددغو دریو هیوادونو دیپلوماتان په دې باور دي چې د ایراني ډرون الوتکو لیږد د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه سرغړونه ده.

د بریټانیا، متحدو ایالتونو او فرانسې استازو په امنیت شورا کې خپلو سیالانو ته ویلي‌ دي چې دا موضوع د چهار شنبې ورځې په غونډه کې مطرح کړي.

د راپورونو له مخې، روسیې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ د لس ګونو ډرون الوتکو په مرسته د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو بریدونه وکړل او پر کیف د روسیې په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي هم دي.

اوکراین وایي، روسیې د ایراني شاهد ـ ۱۳۶ ډوله ډرون الوتکو څخه په هغه هیواد کې استفاده کړېده. واشنګټن وایي روسیې ته د الوتکو د ورکړې په اړه د ایران رد، درواغ دی.

بلخوا نیویارک ټایمز د سه شنبې په ورځ د امریکا د برحال او پخوانیو چارواکو په حواله راپور ورکړ چې ایران خپل روزونکي د اوکراین نیول شویو سیمو ته استولي څو له روسي قواوو سره چې ددغو ډرون الوتکو د پرواز په برخه کې له مشکلاتو سره مخ دي، مرسته وکړي.

ددغه راپور پر اساس، دغه روزونکي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران پورې اړوند دي. امریکا سپاه پاسداران د یو تروریستي سازمان په توګه پيژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د نیویارک ټایمز د راپور له خپریدو وروسته وویل چې امریکا نغواړي د خپرو شویو استخباراتي معلوماتو په اړه تبصره وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن له جولای میاشتې راهیسي خبرداری ورکړی چې ایران روسیې ته د وسلو په برابریدو بوخت دی څو له هغوی څخه د اوکراین په جګړه کې کار واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند زیاته کړې، ډیر شواهد موجود دي چې له دې ډرون الوتکو څخه په اوکراین کې د ملکي کسانو په وړاندې کار اخیستل شوی دی، خو تهران په "بې شرمانه" توګه درواغ وایي چې داسې نده.

بلخوا دوو جګپوړو ایراني چارواکو او دوو دیپلوماتانو رویټرز خبري آژانس ته ویلي‌دي چې په درونونو سربیره، تهران ژمنه کړې ده چې روسیې سره له ځمکې څخه ځمکې ته مزایل هم ورکړي.

یو غربي چارواکو هم ددې خبر په تائید سره ویلي دي ایران او روسیې لنډ واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو له هغې ډلې ‌ذوالفقار راکټونو په اړه توافق کړی دی.

XS
SM
MD
LG