د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې له خپلو اتباعو وغوښتل ایران، لبنان، اسرائیل او فلسطیني سیمو ته سفر ونکړي


فرانسې غوښتنه کړې ده چې په ایران کې د فرانسوي ډپلوماتانو کورنۍ له دغه هېواد څخه وایستل شي او د فرانسې ملکي کارمندان یادو هېوادونو ته ونه لیږل شي. (عکس: ارشیف)
فرانسې غوښتنه کړې ده چې په ایران کې د فرانسوي ډپلوماتانو کورنۍ له دغه هېواد څخه وایستل شي او د فرانسې ملکي کارمندان یادو هېوادونو ته ونه لیږل شي. (عکس: ارشیف)

فرانسې د جمعې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۴) خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې "په راتلونکو ورځو کې ایران، لبنان، اسرائیل او فلسطیني سیمو ته له سفر کولو څخه په کلکه ډډه وکړي."

په دمشق کې د اپریل په لومړۍ نیټه د ایران پر قونسلګرۍ په هوايي برید کې، چې پر اسرائیل یې تور پورې شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو د اوو غړو له وژل کېدو وروسته، د ایران د غچ اخیستلو ګواښ په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو وېره پارولې ده.

د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د ګواښ ترڅنګ په لبنان کې د ایران د ملاتړ لرونکي حزب الله ډلې ویلي‌ چې اسرائيل به د دغه برید سزا وویني.

د خامنه يي څرګندونو ته په غبرګون کې، د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز خبرداری ورکړی چې "که ایران له خپلې خاورې برید وکړي، اسرائیل به ځواب ورکړي او پر ایران به برید وکړي."

په یوې بیړنۍ غونډه کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیجورن همدارنګه غوښتنه کړې ده چې په ایران کې د فرانسوي ډپلوماتانو کورنۍ له دغه هېواد څخه وایستل شي او د فرانسې ملکي کارمندان یادو هېوادونو ته ونه لیږل شي.

اسرائیل د اکتوبر په اوومه د حماس د یو بې ساري برید په ځواب کې د غزې پر تړانګه بمباري پیل کړه او په سوریه او لبنان کې یې د ایراني پرسونل او متحدینو په وړاندې هم بریدونه پراخ کړي دي.

په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې، اسرائیل نږدې هره ورځ د ایران له ملاتړه برخمنې لبنانۍ وسله والې ډلې حزب الله سره د لبنان او اسرائیل د پولې په اوږدو کې ډزې تبادله کړي دي.

د ایران د ګواښ په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال ایریک کوریلا اسرائيل ته رسېدلی چې د دغه هېواد له مقاماتو سره د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG