د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې د کړکیچ په زیاتیدو سره لفتهانزا تهران ته الوتنې وځنډولې


د جرمني هوایي شرکت لفتهانزا یوه الوتکه
د جرمني هوایي شرکت لفتهانزا یوه الوتکه

د جرمني د هوایي چلند شرکت لفتهانزا د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۳) پداسې حال کې تهران ته خپلې الوتنې وځنډولې چې په سوریه کې د ایران پر قونسلګرۍ باندې د اسرائیل د شکمن برید په نتیجه کې ایران د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی دی.

لفتهانزا او د هغې اړوند د اتریش هوایي چلند یواځني دوه غربي هوایي شرکتونه دي چې تهران ته الوتنې کوي. تهران ته اکثر پروازونه د ترکیې او د منځني ختیځ د هوایي شرکتونو لخوا ترسره کیږي.

د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې چې په سوریه کې د ایران پر قونسلګرۍ برید چې شک کیږي د اسرائیل جنګي الوتکو به ترسره کړی وي، سیمه او متحده ایالات د تیارسۍ په حال کې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک له خپل ایراني سیال حسین امیرعبداللهیان سره په تلیفوني خبرو کې پر ټولو اړخونو د «زیات زغم» او د کړکیچ د لا زیاتیدو د مخنیوي غږ کړی دی.

د جرمني د لفتهانز هوایي شرکت وویل چې تهران ته یې د اپریل تر ۱۳ پورې الوتنې ځنډولي دي.

د لفتهانزا شرکت یو ویاند وویل: "تېره اونۍ پریکړه وشوه چې د امنیتي وضعیت له امله تهران ته الوتنه ونکړي او د الوتکې عمله هلته پاته نشي."

د اتریش ایرلاینز، چې د لفتهانزا شرکت ملکیت دی او په اونۍ کې شپږ ځله له ویانا څخه تهران ته الوتنه کوي، وویل چې دوی لاهم د پنجشنبې په ورځ د الوتنې پلان لري، خو په تهران کې د الوتکې د عملې د شپې د پاتې کیدو څخه د مخنیوي لپاره وختونه تنظیموي.

د اتریش د هوايي شرکت یو ویاند وویل: "تهران ته د اتریش د هوايي شرکت الوتنه چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي، هغه به له ویانا څخه څو ساعته ناوخته والوزي، چې په تهران کې د ښکته کیدو او بیرته پرواز کږلږ ترمنځموده کمه کړای شي."

همداشان د اماراتو او قطر هوایي چلند الوتنې اروپا او شمالي امریکا ته د پرواز پر وخت د ایران له هوایي حریم څخه تیریږي.

د اماراتو، قطر ایرویز، ترکش ایرلاینز، ایروفلوټ او ایر عربیا، د هغو هوایي شرکتونو له ډلې څخه دي چې تهران ته الوتنې کوي، دغو شرکتونو د خپلو پروازونو په اړه د د تبصرې لپاره د رویترز اژانس غوښتنې ته سمدستي ځواب ونه وایه.

په قطر، متحده عربي اماراتو او ترکيه کې د مسلمانانو د کوچني اختر د رخصتۍ په خاطر کاروبارونه تړل شوي او د پروازونو اړوند د هغوی دریځ هم ندي څرګند شوی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ایکس ټولنیزې شبکې په یو پوسټ کې ویلي: "په سیمه کې د کړکیچ د پراختیا څخه مخنیوی باید د هرچا په ګټه وي. موږ د سیمې له ټولو لوبغاړو څخه غوښتنه کوو چې په مسؤلیت سره عمل وکړي او له اعظمي زغم څخه کار واخلي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG