د لاس رسي وړ اتصالات

پراخو مظاهرو د فرانسې په ولسمشر فشار زیات کړی


په پاریس کې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه
په پاریس کې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون نن د یکشنبې په ورځ (دسمبر ٩) د ټویټر له لارې د تیرې شپې د پیښو په وړاندې د پولیسو اقدامات پداسې حال کې وستایل چې پر هغه فشار زیات شوی دی ترڅو د خلکو د غصې د پای ته رسولو لپاره د حل نوې لارې وړاندې کړي.

د جمهور رئیس یو ویاند وویل چې مکرون به په روانې اونۍ کې ملت ته وینا وکړي.

نن یکشنبه د پاریس په ځینو ساحو کې عامه ځایونه بیرته پرانستل شول او د سرکونو او کوڅو پاکول پيل شول.

د شنبې په ورځ (دسمبر ٩) د پولیسو او د زیړو واسکټو مظاهره چیانو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې ۷۱ کسان ټپیان شول او د فرانسې پلازمینې ته پراخ زیان واوښت.

مظاهره کونکو د لوړو بیو، زیاتو مالیو او نورو ستونزو په اړه اعتراضیه لاریونونه وکړل چې په تاوتریخوالي بدل شول.

چارواکو په ټول هیواد کې شاوخوا نوي زره پولیس ځای پر ځای کړي وو خو د هوډمنو معترضینو په مخنیوي کې پاتې راغلل.

پراخو مظاهرو د فرانسې ولسمشر تر فشار لاندې راوست
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

دغه ډول مظاهرې په بلجیم او هالنډ کې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG