د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې خلک د بې قانونۍ یو نوی وضعیت تجربه کوي - سروې


ارشیف
ارشیف

د یوې سروې له مخې افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین او هغوی چې له دغه هیواد څخه وتلي د خپلسر نیونو، تښتونو، شکنجې، بندې کیدو او د کورنیو د غړو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخامخ دي.

دا سروې چې پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) خپره شوې د افغانستان د بشري حقونو د همغږۍ د میکانیزم له خوا ( AHRCM) چې د بشري حقونو یو کانسرسیوم دی په امریکا کې د فریډم هوس او د کاناډا د مدني ټولنې د ادارې ( ACSF) په مرسته ترسره شوې ده.

د فریډم هوس د ادارې رئیس میکل ابراموتیز ددې سروې په اړه ویلي: " په افغانستان کې خلک د بې قانونۍ یو نوی حالت تجربه کوي، خپلسر نیونې، او صحرایي وژنې د طالبانو د راتلونکي حاکمیت په توګه تعریف کیږي."

هغه زیاته کړه: "د بشري حقونو افغان مدافعین په ویره کې ژوند کوي. د سترو ګواښونو سره مخامخ دي چې په هیواد کې پاتې شي او که بهر ته وتښتي. نړیواله ټولنه باید ددغو فعالینو نه ویریدونکو هڅو څخه خپل ملاتړ دوه برابره کړي تر څو افغانستان کې یوه ازاده فضا رامنځ ته شي."

دا سروې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو د اړتیاو د ارزونې لپاره د یو اوږد راپور برخه ده . ددغې سروې موندنې ښيي چې په افغانستان کې ۹۰ فیصده افغان مدافعین د طالبانو د ځپونکي واکمنۍ لاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخامخ دي .

په دې سروې کې د بشري حقونو د ۶۶۳ افغان مدافعینو سره د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال د مۍ او جون په میاشتو کې خبرې شوي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدو او د تیر جمهوري رژیم د ړنګیدو وروسته افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو د وضعیت په اړه یو ډېر وخیم حالت څرګندوي.

د راپور پر اساس د بشري حقونو دغه افغان مدافعین واک ته د طالبانو د ستنیدلو وروسته ددغې ډلې تر بریدونو لاندې دي، چې په اوږده موده کې په افغانستان کې د مدني ازادیو او سیاسي حقونو د ساتنې په برخه کې ژورې اندیښنې را ولاړې کړي دي.

د ازادۍ د کور "فریډم هوس" یوې چارواکې کې آني ریچارد په دې اړه ویلي: " د بشري حقونو مدافعین ، چې په هرځای کې دي ملاتړ او ستاینې ته اړتیا لري."

دا وايي، چې ملګري ملتونه، نړیوال مرسته ورکوونکي او د کډوالو کوربانه هیوادونه د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ لپاره باید ډیر څه وکړي. ددغې سروې له مخې واک ته د طالبانو د بیرته رسیدلو وروسته افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین د بریدونو سره مخامخ شوي دي.

په افغانستان کې په دغې سروې کې ۴۶.۸ فیصده ګډون کوونکو ویلي، چې هغوی او د بشري حقونو نور مدافعین د ویرولو او زورونې په ګډون د جدي ګواښونوح سره مخ دي. همدارنګه ۲۴.۱ فیصدو ګډونکوونکو ویلي، چې ژوند او د ځان امنیت یې تر ګواښ لاندې دی.

ددې سروې له مخې ۱۶.۴ فیصدو ګډونکوونکو ویلي، چې د خپلسر نیولو او شکنجې د ګواښ سره مخ دي. دغه راز ۴.۴ فیصدو ویلي، چې د بدنامولو او د کور د تلاشۍ د ګواښ سره مخ دي.

۳.۸ فیصدو ویلي، چې د کورنیو د غړو پر وړاندې د ګواښ سره مخ دي. همداشان ۳.۵ فیصدو ویلي، چې د روحي او جسمي زیانونو سره مخ دي. ددې سروې له مخې ۰.۸ فیصدو ویلي، چې د بشري حقونو مدافعین د تښتونې او بندې کیدو د ګواښ سره مخ دي.

همداشان افغانستان کې د میشتو بشري حقونو د مدافعینو په څیر هغه مدافعین چې له هیواد څخه وتلي هغوی هم ځینې ګواښونه په نښه کړي دي.

ددغې سروې پر اساس ۴۵.۴ فیصده روحي زیانونو سره د مخ کیدو یادونه کړې، ۳۳.۷ فیصدو د پولیسو له خوا د زور زیاتې سره د مخ کیدو او اجباري اخراج یادونه کړې ده.

دغه راز ۹.۹ فیصدو خپلو کورنیو ته د مالي امکاناتود برابرولو په برخه کې د ستونزو ، ۷.۲ فیصدو د زور زیاتې او زورونې د نورو ډولونو یادونه کړې او ۳.۶ فیصدو ویلي، چې د امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG