د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ښځو د حقونو فعالانو پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل ځنډولو په ضد لاریون وکړ


په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د لوړو زده کړو ځنډېدو په اړه د طالبانو حکومت پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام د ښځو حقوقو یو شمېر مدافعینو په کابل کې لاریون وکړ.

یادو معترضینو نن پنجشنبه ډسمبر ۲۲ (مرغومې لومړۍ) د نجونو د لومړنیو او لوړو زده کړو د حق لپاره "یا [تحصیل] د ټولو لپاره، یا د هېچا لپاره هم نه"، "ازادي او برابري"، "امنیت او زده کړې"، "یو د ټولو لپاره او یا ټول د یوه لپاره" شعارونه ورکول.

دغه معترضو مېرمنو پخپلو شعارونو کې "له موږ سره یوځای شئ" له نارینو هم وغوښتل چې له هغوی سره په دغه لاریون کې ګډون وکړي.

یوې معترضې مېرمنې چې د امنیتي دلایلو له مخې یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې طالبان هره ورځ د ښځو په وړاندې د محدودیتونو په وضعه کېدو سره غواړي چې «جابرانه» حکومت تحمیل کړي، په داسې حال کې چې ښځې یې په وړاندې مبارزه کوي.

هغې وویل چې له یاد لاریون څخه یې هدف د نجونو او ښځو د زده کړو، کار او ازادۍ په اړه د نړیوالې ټولنې او هیوادونو لخوا پر طالبانو د فشار راوړل دي.

ویل کیږي چې دغه لاریون هم د ښځو د مخکنیو لاریونونو په شان د طالبانو د امنیتي ځواکونو له مخالفت سره مخامخ شوی دی. د دغه لاریون یوې بلې ګډونوالې مېرمنې د نوم نه خپرېدو په شرط وویل چې د ښځو نننی لاریون هم د طالبانو د کسانو لخوا سره وپاشل شو.

د دغې معترضې مېرمنې په وینا د طالبانو کسانو د زهرا ماندګار په نوم یوه معترضه مېرمن هم له ځان بېولې ده.

په کابل کې د طالبانو امنیتي مسؤلینو تر دا مهاله په کابل کې د ننني لاریون په اړه څه نه دي ویلي. خو د نجونو د لوړو زده کړو ځنډېدو تر پرېکړې وروسته کابل ښار نظامي بڼه خپله کړې ده.

د کابل ښار په زیات شمېر سیمو کې چې د لاریونونو احتمال پکې شته، د طالبانو امنیتي ځواکونه راوتلي دي. د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت لخوا د نجونو د زده کړو ځنډېدو پرېکړې په غبرګون کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ګڼ شمېر استادانو استعفاوې هم ورکړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي چې د نجونو د تحصیل بندولو په ضد د یو شمېر افغانانو «استعفا، اعتراض، غوصه، ناهیلي او عزم د ټولنې او ایمان د پیاوړې یووالي بیانول» دي.

اغلې ډیکر پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ تاسو وینو، موږ تاسو اورو. موږ له تاسو څخه ملاتړ کوو."

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژافیرې له هغو کسانو چې دغه پرېکړه یې کړې ده، غوښتي چې له خپلو افغانو خویندو او وروڼو سره مشوره او پر دغه پرېکړه بیا غور وکړي، "تر اوسه لا ناوخته شوی نه دی".

دا په داسې حال کې ده چې د آسترالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سویس، بریټانیا او متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارتو او د اروپایي ټولنې استازي په یوې مشترکه اعلامیه کې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ د مخنیوي او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو په اړه د طالبانو پریکړې په کلکه غندلي دي.

د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ په یو نوي اقدام کې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځو او نجونو زده کړې وځنډوي.

په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له ادرس څخه د "امارت او خصوصي" پوهنتونونو په نوم خپور شوی، راغلي چې د "کابینې د پرېکړې پر بنسټ... د ښځو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شوې".

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت دغه پرېکړې پراخ کورنۍ او بهرني غبرګونونه پارولي، د معصومې حسیني په نوم د ښځو د حقوقو یوې فعالې امریکا غږ ته وویل چې افغان مېرمنو په ورته سختو شرایطو کې مبارزه کړې ده او دا ځل به هم کرارې نشي.

هغې زیاته کړه: "په یقین سره چې موږ به د ښځو په وړاندې د طالبانو د دې دښمنانه چلند په اړه مبارزه وکړو، زه نه پوهیږم چې طالبان ولې متوجه نه دي او توجه نه کوي، هغوی دومره بې سواده دي چې نه پوهیږي ښځې د ټولنې یوه برخه ده."

اغلې حسیني زیاته کړه چې ښځې د افغان ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده، د ښځو د حقوقو دغه فعالې وویل چې ورته فرمانونه به د طالبانو حکومت په ګټه نوي.

د مونسه مبارز په نوم د ښځو د حقوقو یوې بلې فعالې هم وویل چې د نجونو د زده کړو ځنډېدل، د طالبانو د ناسمو سیاستونو دوام دی او په خبره یې دغه ډله په افغانستان نکې د سیاست، مدیریت او حکومت په برخه کې هیڅ پلان نلري.

هغې وویل: "د پوهنتونونو د دروازو بندول، شک نسته چې دا یو جنایت دی. په دې کې شک نسته چې یو نسل له زده کړو څخه محرومول یو جنایت او ملي خیانت دی."

په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو لوړو زده کړو ځنډېدو ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي او د هغوی یاده پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې ده،ویل کیږي چې ټاکل شوې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نن او یا هم سبا جمعه په دې اړه وضاحت ورکړي.

XS
SM
MD
LG