د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسوي چارواکي: شاید جهادیان د ټاکنو په ورځ د حملو هڅې وکړي


د فرانسې ولسمشر له خپلو سلاکارانو سره عاجله غونډه کړې چې څنګه د یکشنبې د ورځې انتخاباتو امنیت ټېنګ کړي
د فرانسې ولسمشر له خپلو سلاکارانو سره عاجله غونډه کړې چې څنګه د یکشنبې د ورځې انتخاباتو امنیت ټېنګ کړي

په فرانسه کې چارواکي وايي جهادیان هڅه کوي چې د دغه هېواد د په راروانو انتخاباتو باندې تاثیر وغورځوي.

چارواکي وايي د پاریس په شانزلیزه سړک کې د جمعې د شپې په برید کې یو کس ووژل شو او درې نور ژوبل شول. پولیس وايي دا او د یو بل پلان شوي برید شنډول په انتخاباتو باندې د جهادیانو د نفوذ کولو د هڅو یوه برخه ده.

دوي اندېښنه لري چې ښايي اورپکي نور پلانونه هم ولري چې ممکن په انتخاباتي حوزو او مرکزونو باندې بریدونه په کې شامل وي. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي شاید په شوي برید کې له یو کس څخه زیات کسان دخیل وي، یو بل کس پولیسو ته ځان سپارلی دی.

د فرانسې ولسمشر فرانسیس اولاند له برید ورسته له خپلو مشاورانو سره یوه عاجله غونډه وکړه چې څنګه د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو امنیت ټينګ کړي. د پنجشنبې په ورځ پولیسو دوه مشکوک کسان د یو برید د پلان په تور ونیول، پولیس وايي دوی له یو اپارتمان څخه چاودېدونکي مواد او وسلې هم نیولي دي.

د انتخاباتو په ورځ د برید ویره

د برتانیا د ترهګرۍ ضد د چارو یو کارپوه الیویر ګیوته امریکا غږ ته وویل چې له برید سملاسي وروسته د داعش له لوري د برید مسولیت منل، په دې مانا دي چې دا برید له مخکې تنظیم شوی او پلان شوی و. نوموړي وویل چې د فرانسې په انتخاباتو کې د دا ډول بریدونو امکانات زیات دي.

د فرانسې د بهرنیو اړیکو د یو تحقیقاتي مرکز مخکني مشر ثیبولټ د فرانسې د لي فیګارو ورځپاڼې ته وویل جهادیان غواړي چې د فرانسې په سیاسي حالاتو باندې سیوری وغوړوي او هغوی دا کار په انتخاباتي پروسې باندې د تاثیر غورځولو له لارې کوي.

ځیني سیاسي شننونکي په دې باور دي چې د جهادیانو دا ډول بریدونه شاید د ښې اړخه ګوند د بري چانس زیات کړي، دا ګوند وايي کډوال د فرانسې امنیت او فرهنګ ته خطر دي.

د دغه ګوند ځیني مخالفان هم په دې باور دي چې جهاديان او اورپکې ډلې د دغه ګوند بری غواړي، ځکه دغه ګوند د کډوالو په ضد دی او دا کار به د داعش په څېر ځینو اورپکو ډلو ته د تبلیغاتو او خلکو د جذبولو وسیله او زمینه برابره کړي.

په فرانسې کې تازه سروېګانې ښيي چې د جمهوري ریاست په سږنیو انتخاباتو کې رقابت سخت دی او څلور کاندیدان، لي پین، فایلن، امینیول او جین لیوز له یو بل سره په رقابت دي.

د جمهوري ریاست کاندیدانو ته ویل شوي چې خپل امنیت دې لا ټينګ کړي. په فرانسه کې په هرو پنځو کلونو کې یو وارې انتخابات کیږي. که په اوله دوره کې کوم کاندید بریالی نشو، بلې دورې ته د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ انتخابات کیږي.

XS
SM
MD
LG