د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې د پوځ یو جګپوړی افسر روسیې ته په جاسوسۍ تورن شوی


د فرانسې دې عسکر په ایټالیا کې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې کار کاوه.
د فرانسې دې عسکر په ایټالیا کې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې کار کاوه.

د فرانسې د پوځ یو ډګرمن چې په ایټالیا کې یې د ناټو په چوکاټ کې کار کاوه، پدې تورن شوی چې د لوړې کچې حساس معلومات یې د روسیې د استخباراتو ادارې ته ورکړي دي.

د اروپا-۱ رادیو په راپور کې ویل شوي چې دغه عسکر فرانسې کې نیول شوی او په خیانت تورن شوی دی.

د فرانسې چارواکو دا تائید کړې نده چې دغه جګپوړي پوځي افسر کوم بهرني هېواد ته حساس معلومات ورکول. خو د دفاع وزیرې فلورینس پآرلي ویلي چې د دغه پوځي افسر نه د " جدي امنیتي سرغړاونو " په تړاو تحقیقات روان دي.

د فرانسې چارواکو اې پي خبري اژانس ته ویلي چې دغه پوځي افسر د اګست د میاشتې په ۲۱ ونیول شو. په هغه دا تور دی چې بهرني هیواد ته د ملي دفاع د حساسو معلوماتو په ورکولو د هیواد اساسي ګټې د خطر سره مخامخ کړیدي.

ناټو ویلي چې د استخباراتي موضوعاتو په هکله تبصره نکوي خو دا یې ویلي چې پدې هکله د قضا یوه پروسه روانه ده.

په فرانسې کې د روسیې سفارت هم د موضوع په هکله د تبصرې نه ډډه کړې.

XS
SM
MD
LG