د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون: افغانستان ته د اروپایي اتحادیې د سفیرانو د بیرته تګ لپاره هڅې روانې دي


د فرانسې ولسمشر وایي څو اروپایي هیوادونه په افغانستان کې د یو ګډ دپلوماتیک ماموریت په پرانستلو کار کوي چې له مخې به یې اروپایي سفیران وکړای شي بیرته دغه هیواد ولاړ شي.

په افغانستان کې د طالبالنو د ډلې د واکمن میدو وروسته، اروپایي هیوادونه ددغې ډلې سره د خپل تعامل د څرنګوالي په هکله هڅه کوي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، د قطر په پلازمینه دوحه کې خبریالانو ته وویل: "مونږ د څو اروپایي هیوادونو ترمنځ د یو سازمان په اړه فکر کوو...د څو اروپایي هیوادونو لپاره یو ګډ موقعیت تر څو زمونږ سفیران وکړای شي [په افغانستان کې] حضور ولري."

د امریکا متحده ایالات، اروپا او نور هیوادونه د طالبالنو د حکومت په رسمیت پیژندلو په هکله شک لري او نړیواله ټولنه له دې ډلې غواړي چې لومړی د یو ټولشموله حکومت د جوړولو او د اقلیتونو، ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته د درناوي په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې په افغانستان کې د ګډ دپلوماتیک ماموریت د جوړولو اقدام ددې ډلې د په رسمیت پیژندلو او یا سیاسي مذاکراتو په معنی ندي خو بیا هم هغه وویل چې ددغه اقدام وروسته امنیتي مشکلات زیات کار ته اړتیا لري.

اروپایي ټولنې یوه اونۍ مخکې د طالبانو سره له خبرو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې ښایي ډیر ژر په افغانستان کې خپله استازولي پرانزي.

تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم ویلي و چې که د متحده ایالاتو سفارت په افغانستان کې بیا فعالیت پیل کړي اروپایي هیوادونه به هم ورته اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه "انشالله" چې اروپایي سفارتونه به ډیر ژر افغانستان ته راشي.

وروسته له هغې چې د طالبانو ډلې د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ د امریکا او اروپایي هیوادونو سفارتونه له دې هیواد نه ووتل، او اوسمهال یواځې د سیمې د هیوادونو څو محدود سفارتونه په افغانستان کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG