د لاس رسي وړ اتصالات

څه دپاسه ۱۷زره افغانانو په اروپایي هیوادونو کې پناه غوښتې


په اروپا کې د پناه ورکولو د ملاتړ دفتر وایي د روان کال د سپتمبر په میاشت کې د پناه اخیستنې غوښتنلیکونه د تیرو پنځو کلونو په پرتله پداسې حال کې لوړې کچې ته رسیدلي چې افغانان پر کابل باندې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته د هیواد نه د وتلو هڅه کوي.

دغه دفتر چې د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو، ناروی او سویس د پناه ورکولو د چارو شمیرې راټولوي وویل چې په سپتمبر میاشت کې د پناه غوښتنلیکونو شمیر ۷۱۲۰۰ ته رسیدلی دی.

د ۲۰۱۶ کال د نومبر د میاشتې راپدیخوا دا د پناه غوښتلو تر ټولو لوړه کچه ده.

په اروپا کې د پناه اخیستلو د ملاتړ دفتر وویل چې د افغانانو د پناه غوښتنې درخواستونه چې د اګست په میاشت کې ۱۰زرو ته رسیدلي وو، د سپتمبر په میاشت کې ۱۷۳۰۰ ته ورسیدل؛ چې دا ۷۲ فیصده زیاتوالی په ډاګه کوي.

د طالبانو ډله د شاوخوا ۲۰ کلونو جګړې وروسته د اګست په میاشت کې بیا پر افغانستان کې واکمنه شوه.

جګړه پای ته ورسیدله، خو دغه هیواد د سختې اوچکالۍ سره مخامخ دی او په میلیونونو اوسیدونکي یې د خورا سخت بشري کړکیچ سره مخامخ دي.

ددې دفتر شمیرې همداشان ښیي چې د سوریې ۹۱۰۰، د ترکیې درې زرو او د عراق ۲۹۰۰ اوسیدونکو په اروپایي ټولنه کې پناه غوښتې ده.

د افغانانو له جملې څخه د ۸۶ فیصدو کسانو پناه غوښتنه منل شوې ده.

XS
SM
MD
LG