د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې د فوټبال نړیوال جام اتلولي‌ وګټله


دا دویم ځل دی چې فرانسه نړیوال جام ګټي
دا دویم ځل دی چې فرانسه نړیوال جام ګټي

د فوټبال نړیوال جام پایلوبه د فرانسې او کروشیا ترمنځ وشوه، چې فرانسې ۴-۲ وګټله.

د لوبې په اولې نیمایۍ کې فرانسې دوه او کرورشیا یو ګول وهلي‌وو،‌خو په دویمې نیمايۍ کې فرانسې دوه نور او کروشیا یو بل ګول ووهل.

دا دویم ځل دی چې فرانسه د فوټبال نړیوال جام ګټي. په اول ځل یې په ۱۹۹۸ کې ګټلی.

د فوټبال په نړیوال جام کې ۳۲ ټیمونه وو چې روسیه یې کوربنه وه. بلجیم درېیم او انګلنډ څلورم مقامونه وګټل.

د نړیوال جام سیالۍ هرو څلورو کلونو کې یو وارکیږي. د پایلوبې لیدلو ته د روسیې، فرانسې او کروشیا ولسمشران هم په میدان کې ناست وو.

XS
SM
MD
LG