د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې تازه واورو او بارانونو  پنځه تنه مړه کړي

د افغانستان په اکثریت سیمو کې بارانونه او واورې لا هم روان دي او له کبله یې په تازه پېښو کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي دي.

دا واورې او بارانونو له څو اونیو راهېسې روان دي او د ځاني زیانونو ترڅنګ یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د جمعې په ورځ (فبروري شپږمه) رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي دي چې د دغو واورو او بارانونو له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې «په هرات، غور، فراه او نورستان ولایتونو کې پنځه تنه شهیدان شوي، درې تنه ژوبل شوي او لس کورونه بشپړ یا نیمه ویجاړ» شوي دي.

نوموړي نه دي ویلي چې دا کسان څنګه مړه شوي دي او په مړو کې ښځې او ماشومان هم شته که نه.

حماد له خلکو غوښتي دي چې «له ضرورت پرته له سفر کولو او په سختو لارو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د سیندونو له غاړو لېرې» واوسي.

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي:«راتلونکې اونۍ د افغانستان په ډېرو سیمو کې د متوسطه او زیات ورښت تمه کېږي... تر ټولو زیات ورښت به د مرکزي غرونو په سوېلي، لویدیځو او ختیځو لمنو کې وشي. دا وضعیت به په اکثرو لوړو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ سانتي‌ مترو پورې د درنې واورې او ټیټو سیمو کې د باران او سېلاب لامل وګرځي...»

په افغانستان کې د ورښتونو له کبله داسې مهال د پنځو کسانو د مړینې راپورونه خپاره شوي دي چې شاوخوا دوې اونۍ مخکې هم په دغه هېواد کې درنو واورو او شدیدو بارانونو «لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه کړل او ۱۱۰ نور یې ژوبل» کړل.

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویلي وو چې په دغه موسمي وضعیت کې «۴۵۸ کورونه هم په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ» شوي دي. همدغه راز د دغه وضعیت له کبله د افغانستان یو شمېر لویې لارې او د ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لارې هم تړل شوي وي.

افغانستان د سختو موسمي پېښو په وړاندې یو کمزوری او زیانمن هېواد بلل کېږي او هر کال په کې د سخت ورښت له کبله ناڅاپي سېلابونه وځي او زیانونه اړوي. د راپورونو په اساس، د ۲۰۲۴ کال کې په پسرلي کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ زیات کسان مړه شوي وو.

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په خپل ایکس حساب کې لیکلي وو چې «افغانستان لا هم د نړۍ یو ستر بشري ناورین» بلل کېږي او «سخت او شدید ژمی تر ټولو زیات اغیزمن کسان ځپي».

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG