د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د تیلو او مایع ګازو نوي بیې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي، په دغه هېواد کې یې د تیلو او مایع ګازو بیې لوېدلي دي.

د یادې ادارې په اعلامیې کې راغلي چې د افغانستان په بازارونو کې یو لیټر ډیزل تېلو ته ۳۸، پترولو ته ۳۵ او یو کیلو مایع ګازو ته ۳۸ افغانۍ بیه تعین شوې ده.

د سوداګریۍ خونې او صنایعو د عامه اړیکو مسوول محمد امین بابک د تیلو د بیو راټیټېدو په اړه امریکا غږ ته وویل:"د دې لپاره چې په نړیوالو بازارونو کې د نفت او ګارو بیه را لوېدلې نو د سوداګریو خونو د تیلو سوداګرو سره په همغږئ دغه پرېکړه وکړه."

ښاغلي بابک زیاته کړه چې د تیلو او ګازو سوداګر له پرون پنجشنبه (اپرېل ۲۳) نه په بازارونو کې د تیلو بیې راټیټې کړي دي.

هغه زیاته کړه که څوک تیل یا ګاز په لوړه بیه خرڅوي نو دا د حکومت دنده ده چې سر غړوونکي، قانون ته وسپاري.

له دې مخکې کابل کې یو لیټر ډیزل تېل په ۴۸، پطرول په ۴۴ او مایع ګاز په ۶۰ افغانیو خرڅېدل.

له دې وروسته چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د کرونا ویروس خپور او ګزځبندیز پیل شو د تېلو او ګازو بیه په بیسارې توګه راولوېده.

دغه ګزځبندیزونو د نړۍ په ګوډ ګوډ کې کارخانې، موټرونه او ګڼ نور صنعتي ماشینونه له کاره وغورځول.

رسمي ازقام ښيي چې کرونا ویروس تر اوسه نړۍ کې تر ۲،۳ میلیونو ډېر کسان اخته او نیږدې ۲۰۰ زره کسان یې وژلي خو تر ۷۵ زرو ډېر بیا بیرته عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.

افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس۱۳۳۰ مثتبې پېښې ثتبې شوي او۴۳کسان یې مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG