د بشري حقونو د څار سازمان پخپل نوي رپوټ کې ویلې چې پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو پر وړاندې خپلو سختو اقداماتو ته لا شدت ورکړی دی.
په رپوټ کې ویل شوي چې پدې اقداماتو کې ناڅاپي چاپې، خپلسري نیونې او جبري ایستل شامل دي. دا وضعیت وروسته له هغې لا ویجاړ شوی چې د ۲۰۲۶ کال له فبرورۍ راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي نښتو زور اخیستی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي چې پولیس په ښارونو کې کور په کور چاپې وهي، د شپې ناوخته پلټنې کوي او حتی هغه افغانان هم نیسي چې قانوني اسناد لري. ډېری افغانان اسناد نه لري، ځکه پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د کډوالو د ثبت کارتونه نه دي نوي کړي.
یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د کال د پیل څخه تر اوسه پورې له ۱۴۶ زرو زیات افغانان له پاکستانه ایستل شوي، او دا شمېر لا هم په زیاتېدو دی.
رپوټ زیاتوي چې پولیس افغانان په بازارونو او ښوونځيو او د کار پر مهال نیسي، د هغوی پیسې او موبایلونه اخلي او د خوشې کېدو لپاره رشوت غواړي. هغه کسان چې پیسې نه لري، بندیان کېږي او بیا له هغه هیواده ایستل کېږي.
په رپوټ کې دا هم راغلي چې ډېری ایستل شوي کسان په افغانستان کې له جدي خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول خبریالان، فعالان او هغه کسان چې د افغانستان د پخواني حکومت سره یې تړاو درلود. ویل کېږي چې لږ تر لږه ۹ افغان خبریالان په زور بېرته ستانه کړای شوي دي.
کډوال وايي چې د وېرې له امله روغتونونو ته نشي تللی، حتی که ماشومان یې ناروغ وي. ډېری کورنۍ خپل ماشومان له وېرې بهر ته نه پرېږدي او عادي ژوند نشي کولای.
په ځینو پېښو کې کورنۍ سره بېلې شوې دي، حتی تر ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان یوازې افغانستان ته استول شوي دي.
هغه کسان چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي، د سرحدي کمپونو په سختو شرایطو کې ژوند کوي، چېرې چې خواړه، روغتیايي خدمتونه او سرپناه نشته، او ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د هستوګنې ادارې (UN-Habitat) افغانستان ته د افغان میرمنو کډوالو په اړه اندېښنه ښودلې ده. ددې ادارې د افغانستان د برخې مشرې سټیفني لوز د ایکس پر پاڼې ویلې چې دوي زیار باسي چې هېواد ته ستنېدونکو افغان ښځو او نجونو سره مرسته وکړي څو دوي د اوسنیو واکمنو د محدودیتونو او بندیزونو سره ځان عیار کړي.
سټیفني لوز، چې د یو ان هابیتات د افغانستان څانګې مشره ده، هغې پدې اړه دا خبرداری ورکړی:"زیاتې ښځې او نجونې په نورو هېوادونو کې لویې شوې دي، نو ښايي هغوی د ټولو محدودیتونو په اړه بشپړه پوهه ونه لري چې دا کار دوي له خطر سره مخ کوي. خو له بلې خوا، دا محدودیتونه د ښځو او نجونو پر فرصتونو هم څرګند اغېز لري. دا بندیزونه یوازې په عامه ځایونو پورې محدود نه دي، بلکې د زدهکړو په برخه کې هم محدودیتونه شته، او همدارنګه پر ځینو کارونو محدودیتونه لګېدلي دي. سربېره پر دې، د ښځو او نجونو د تګ راتګ پر ازادۍ هم بندیزونه شته."
د بشري حقونو سازمانونه هم وایي چې دا جبري ستنول ښايي د نړیوالو قوانینو سرغړونه وي، ځکه خلک داسې ځای ته استول کېږي چېرې چې د شکنجې او ځورونې خطر پکې موجود دی.
فورم \ دبحث خونه