د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیا د فوتسال په اتلولۍ سیالیو کې ایران افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو د فوتسال ملي لوبډله
د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو د فوتسال ملي لوبډله

د آسیا د شل کلنو ځوانانو د فوتسال ( صالون دننه فوټبال) لوبو کې نن یکشنبه د ( جون ۱۶) ایران په یوې سختې لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

لوبه نن د افغانستان په وخت د شپې په ۷:۳۰ دقیقې د ایران په تبریز ښار کې پیل شوه چې د لوبې په لومړۍ نیمايي کې لومړی ګول ایراني لوبغاړو ووهو، ورپسې افغانستان د یو ګول په وهلو سره لوبه برابره کړه.

په دویمه نیمايي کې لوبه یو څه چټکه شوه او ایراني لوبغاړو دوه نور ګولونه هم ووهل، افغان لوبغاړي هم د دوهم ګول په وهلو بریالي شول، خو د لوبې ټاکلی وخت پای ته ورسید په دې ترتیب سره لوبه ۳-۲ د ایران په ګټه پای ته ورسیده.

د یادولو وړ ده چې افغانستان او ایران د روانو لوبو بل پړاو ته هم لار پیدا کړه.

د آسياد د شل کلنو ځوانانو د فوتسال د اتلولۍ په سياليو کې افغانستان پرون هانګ کانګ ته ۶-۱ ماتې ورکړې وه.
دا سيالۍ د ۱۲ هیوادونو ترمنځ د ایران په تبریز ښار کې پيل شوي، چې افغانستان ورته تیر کال لار موندلې وه.

افغانستان په ای ګروپ کې له ایران، او هانګ کانګ سره مل دی. په بي ګروپ کې ټایلند،لبنان او قرغزستان، په سي ګروپ کې جاپان، ویتنام او تاجکستان او په ډي ګروپ کې عراق،اندونیزیا او چین تاپي هیوادونه سره لوبیږي.

XS
SM
MD
LG