د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او برتانیا په افغانستان، ایران او چین خبرې کوي


ټاکل شوې چې انتوني بلینکن به د برتانیا له صدراعظم سره هم وویني
ټاکل شوې چې انتوني بلینکن به د برتانیا له صدراعظم سره هم وویني

په برتانیا کې د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران راټول شوي چې د جون په میاشت کې د دغو هېوادونو د مشرانو غونډې ته په ترتیباتو خبرې وکړي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا او د برتانیا د بهرنیو چارو وزیران انتوني بلینکن او ډومینک راب به په خپلې غونډې کې د افغانستان،‌ ایران او چین په اړه په خبرو سربېره په تجارت باندې هم وغږېږي.

دغه مشران په افغانستان باندې په داسې حال کې خبرې کوي چې دوې ورځې مخکې له هغه هېواد څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د عسکرو وتل رسمي پیل شول.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې د جي-۷ د دې اونۍ په غونډو کې به « د اقتصادي ودې په چټک کولو، بشري‌ حقونو، غذايي موادو په مصونیت، په جنسیتي مساواتو او د ښځو او نجونو په توانمن کېدو بحثونه وشي.»

امریکا،‌ برتانیا، کاناډا، فرانسه،‌ جرمني، ایټالیا او جاپان د جي-۷ هېوادونو غړي دي.‌ خو ټاکل شوې چې هند، استرالیا،‌ جنوبي افریقا، جنوبي کوریا او بروني هم د دې اونۍ په خبرو کې برخه واخلي.

له دغو خبرو وروسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن مخامخ اوکراین ته ځي چې د دغه هېواد له ولسمشر او نورو لوړ پوړیو چارواکو سره وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې ښاغلی بلینکن به د اوکراین مشرانو ته یو ځل بیا « د اوکراین په حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باندې د روسیې د دوامداره یرغل په اړه د امریکا په مرستو ټېنګار وکړي.»

روسیې په ۲۰۱۴کې کریمیا له اوکراین څخه جلا کړه او په دې وروستیو کې یې د اوکراین په سرحد کې پوځي موجودیت هم زیات کړی و.

XS
SM
MD
LG