د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په هوايي ډګر برید شوی؛ سکاټ میلر خبرداری ورکړ


د کندهار هوايي ډګر
د کندهار هوايي ډګر

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو ویاند سوني لګیت نن شنبه مۍ لومړۍ (غوايي۱۱) وویل چې د کندهار په هوايي ډګر «غیر مستقیمه» حمله شوې ده.

ویاند لګیت د دغه «برید» په اړه نور معلومات ورنکړل خو ویې ویل چې هېڅ‌ ډول زیان نه دی اوښتی.

هغه په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان سکاټ میلر یوه ویدیو خپره کړه چې هغه په کې د هر ډول برید د ځواب ورکولو ګواښ کړی دی.

ښاغلي میلر ویلي دي: «تاوتریخوالي ته مخه کول به بی معنی او غمژنوونکي وي. خو اشتباه مکوئ، موږ په ایتلاف او افغان ځواکونو باندې د ټولو بریدونو د قوي ځواب ورکولو نظامي وسایل لرو. دا لار غوره کول به یوه تېروتنه وي.»

د برید جزیات

د کندهار د امنیت امر سمونیار غورځنګ افریدي امریکا غږ ته وویل چې هوايي ډګر ته نژدې د ارغستان ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه یاد توغندي پر هوايي ډګر د برید لپاره چمتو شوي‌ وو.

هغه وويل: «نن (شنبه مۍ۱) مازیګر ۴ بجې دوه توغندي پر هوايي ډګر لګیدلي چي یو يې د بهرنیو مشاورینو د اوسېدو په سیمه کې او یو بل هم د هوايي ډګر په یوه بله برخه کې لګیدلی چي هیڅ تلفات نلري، وروسته بهرنیو قواوو د ارغستان ولسوالۍ په اړود سیمه کې څو نور توغندي چي د توغولو لپاره چمتو شوي وو له منځه وړي.»

د کندهار هوايي ‌ډګر په جنوب کې د نړیوالو او افغان ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز بلل کیږي چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر له تېرو څو اونیو راهیسې ورڅخه پيل شوی.

تیره اونی د افغانستان د ملی امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب په کندهار کې وویل چي د کندهار د هوايي ډګر له هغې برخي څخه چې نړیوال ځواکونه په کې اوسېدل، بهرني ځواکونه وتلي او محدود شمېر پاتې به یې هم ژر دا پوځي اډه پرېږدي.

د کندهار هوايي ډګر د کندهار ښار په شمال کې د ډنډ، دامان او تخته پل ولسوالیو ترمنځ په یوه پراخه سیمه کې موقعیت لري چي ملکي هوايي ډګر، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ، د کف په نوم د بهرنیو ځواکونو مرکز، د افغان سرحدي قواو قومنداني او د پوليسو په ګډون د ځينو خاصو قطعاتو مرکزونه پکښې موجود دي.

په همدې حال کې طالبانو ویلي دي چې د مۍ په لومړۍ نېټه د بهرنیو ځواکونو په نه وتلو سره د دغو ځواکونو په وړاندې هغوی ته د «هر مناسب اقدام » لاره پرانیستل شوې.

طالبانو تر دې مخکې ویلي وو که د مۍ په لومړۍ نېټه بهرني ځواکونو له افغانستان څخه ونه وځي، دوی به خپله جګړه روانه وساتي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چۍ د مۍ په لومړۍ نېټه به له افغانستان څخه د ځواکونو اېستل پیلوي او د سپتمبر په ۱۱ به دا لړۍ بشپړیږي.

ښاغلي بایډن طالبانو ته هم خبرداری ورکړ او وویل: «طالبان باید پوه شي چې د وتلو پر مهال که پر موږ حمله وکړي، په خپلو ټولو وسایلو سره به د ځان او خپلو شریکانو څخه دفاع وکړو.»

افغان چارواکو نن شنبه وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل رسمآ پيل شول.

څه موده مخکې هم د کندهار په هوايي ډګر باندې برید وشو چې د امریکا ددفاع وزارت د چارواکو په وینا مالي او ځان زیان یې نه لره.

XS
SM
MD
LG