د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جګړې کې د امریکا او ناټو تلفات


ټاکل شوې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر په سپتمبر کې بشپړ شي
ټاکل شوې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر په سپتمبر کې بشپړ شي

د سپینې ماڼۍ او د امریکا پوځي چارواکي وايي د امریکا او ناټو ځواکونو د شنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي۱۱) په رسمي ډول له افغانستان څه وتل پیل کړل.

دا مهال په افغانستان کې د ۲۵۰۰ او ۳۵۰۰ ترمنځ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۷۰۰۰ د ناټو عسکر دېره دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې د وتلو بهیر به د ۲۰۲۱ د سپتمبر په میاشت کې بشپړیږي.

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر طالبانو ته خبردار ورکړ که د ځواکونو د وتلو پر مهال یې برید وکړ،‌ په ټول قوت سره ځواب به ورکړي.

د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه د ۲۰۰۱ د اکتوبر په میاشت کې پر امریکا د القاعده ډلې د الوتکو له ترهګریزو بریدونو وروسته افغانستان ته ولاړل چې د ترهګرۍ په ضد جګړه وکړي.

امریکايی ځواکونو په ۲۰۱۱ کې د القاعده ډلې مشر د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه.

د براون پوهنتون د جګړې د زیانونو د پروژې په اساس په تېرو ۲۰کلنو جګړو کې ۴۷۲۴۰ ولسي افغانان او د ۶۶۰۰۰ او ۶۹۰۰۰ ترمنځ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي په دغه جګړې کې ۲۴۴۲ امریکايي سرتېري او ۳۸۰۰ خصوصي امنیتي قراردادیان وژل شوي دي.
پر دې سربېره د ناټو دغړو هېوادونو ۱۱۴۰ عسکر هم په دغې شل کلنې جګړې کې وژل شوي دي.

د جګړې د زیانونو پروژه وايي د اټکل له مخې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې په دغې موده کې څه باندې دوه تریلیون ډالر لګولي دي.

XS
SM
MD
LG