د لاس رسي وړ اتصالات

د جي-۲۰ سرمشریزه پای ته ورسیده؛ هند، برازیل او روسیه یې خپله بریا بولي 


په هند کې د جي-۲۰ هېوادونو سرمشریزه د هند د صدراعظم نریندرا مودي په وینا سره د یکشنې په ورځ سپتمبر لسمه (وږي۱۹) پای ته ورسېده او د اوکراین د جګړې او اقلیم د بدلون په اړه ژور اختلافات په کې کم ارززښت وښودل شول.

د جي-۲۰ هېوادونو مشران د اوکراین د جګړې په اړه د نظر ډېر اختلاف لري. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په سرمشریزه کې برخه نه وه اخیستې او د هغه په ځای د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ګډون کړی و.

په سرمشریزه کې د روسیې او چین ترڅنګ، د اوکراین د ځینو قوي ملاتړو هېوادونو مشرنو هم برخه اخیستې وه، خو په اوکراین د روسیې د یرغل په ګډون په یو لړ مسائیلو کې سره متفق نشول.

د اوکراین جګړه

کوربه هېواد هند له یو دپلوماتیک شرم سره مخامخ و او په ګډونوالو یې فشار راوړ چې یوه عمومي اعلامیه لاسلیک کړي چې د ځمکو [هېوادونو] د نیولو لپاره د زور کارول منع کوي، خو په اعلامیې کې په روسیې باندې مستقیمه نیوکه نه ده شوې.

اوکراین وايي د جي-۲۰ سرمشریزه «داسې کوم شی نه و، چې افتخار پرې» وشي، خو روسیې دا غونډه د ځان لپاره یو دپلوماتیک بری ګڼلی دی.

سرګي لاوروف وویل: «موږ پرېنښودل چې د سرمشریزې اجنډا اوکرایني شي.» هغه دا یوه «بریا» وګڼله او زیاته یې کړه چې «په متن کې روسیه بیخي یاده شوې نه ده».

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول د غونډې پای اعلان کړه او په تشریفاتي ډول یې د راتلونکو مراسمو مسئولیت د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا ته وسپاره. برازیل په ۲۰۲۴ کې د جي-۲۰ د سرمشریزې کوربتوب کوي.

د برازیل ولسمشر د اوکراین جګړې ته په اشارې وویل: «اجازه نه ورکوو چې جیو پولیټیکي مسائیل د جي-۲۰ اجنډا وپاشي. موږ په یو پاشلي جي-۲۰ کې کومه ګټه نلرو، موږ د جګړې په ځای سوله او همکاري غواړو.»

د اقلیم بدلون

سره له دې چې ملګري ملتونه د اقلیم د بدلون د خطراتو په اړه په وار وار خبرداری ورکوي او د اوپايي ټولنې د اقلیم بدلون څارونکي روان کال تر ټولو ګرم کال [موسم] بولي، خو بیا هم د سرمشریزې مشرانو د سونګ توکو د استعمال د تدریجې ورکېدو په اړه کومې موافقې ته ونشو رسېدای او په ځای یې تر ۲۰۳۰ کال پورې د نوې کېدونکې انرژۍ د ظرفیت په درې برابر کولو مواقفه وکړه. مشرانو یوازې په تدریجي ډول د «ډبرو سکرو» د کم استعمال په اړه موافقه وکړه او هغه هم باید د دوی د ملي شرايطو په اساس وي.

د جي-۲۰ دوه غړي روسیه او سعودي عربستان ډېر سونګ مواد [تیل] مصرفوي او په هند او چین کې بیا د سکرو ډبرې ډېرې کارول کېږي.

شي جینپینګ او ولادمیر پوتین

د هند صدراعظم نریندرا مودي د غونډې په پای کې وړاندیز کړ چې د نومبر په میاشت کې دې د ویدیو له لارې د جي-۲۰ یوه غونډه وشي، په دې سره په غونډه کې د چین د ولسمشر شي جینپینګ د ګډون احتمال څرګند شو.

د چین ولسمشر په سیمه کې د ځینو سیمو د نیولو د مالکیت د ادعا او نورو مسائیلو له کبله د جي-۲۰ په سرمشریزې کې برخه نه اخلي.

د نړۍ جنايي محکمې د جنګي جنایت له کبله د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د نیولو حکم صادر کړی دی. خو د برازیل ولسمشر، چې هېواد یې د راتلونکې سرمشریزې کوربه دی، ویلي چې پوتین کولای شي په برازیل کې په سرمشریزې کې ګډون وکړي.

هغه هندي رسنیو ته ویلي: «که زه د برازیل ولسمشر وم او پوتین برازیل ته راغی، هېڅ امکان نلري چې ونیول شي.» سره له دې چې برازیل د نړیوالو جرمونو د محکمې یو امضا کوونکی دی.

د دې راپور معلومات له فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG