د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ۱۸شرکتونو د ګلفوود نړیوال نندارتون کې ګډون کړی


د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه هېواد ۱۸ خصوصي شرکتونه د استانبول د خوراکي توکو نړیوال نندارتون یا (ګلفوود ۲۰۲۰) کې ګډون کړی.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان وچه مېوه، زعفران، اینځر او د یو شمېر نور دارويي بوټو محصولات، دغه نندارتون ته وړل شوي دي.

د افغانستان وچه مېوه
د افغانستان وچه مېوه

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن جمعه نومبر۲۷ (لیندۍ اوومه) امریکا غږ ته وویل: "یاد شرکتونو د افغانستان د کرنې وزارت په همکارۍ او د امریکا د متحده ایالتونو نړیوالې پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ دغه نندارتون کې ګډون کړی دی."

ښاغلي رستمي هیله مندي وښودله چې دغه نندارتون کې به د افغانستان محصولاتو لپاره نړیوال تړونونه تر لاسه شي.

د ګلفوود ۲۰۲۰ نړیوال نندارتون کې له ۴۵ هېوادونو ۵۰۰ کمپنۍ ګډون کړی.

افغانستان کرنیز هېواد دی چې هر کال یې محصولات دننه او یو شمېر ګاونډیو ته لېږدول کیږي.

که څه هم د افغانستان محصولات کولی شي په اروپايي او نورو نړېوالو مارکېټونو کې په لوړه بیه خرڅ شي خو بڼوال دغو مارکېټونو ته اړین لاسرسی نه لري.

XS
SM
MD
LG