د لاس رسي وړ اتصالات

ترک‌:‌ غزه د 'باروتو بوشکه' ده ښايي په ټوله سیمه کې اور بل کړي


ولکر ترک، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر
ولکر ترک، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ مارچ ۴ (کب ۱۴) وویل، په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه ښايي په منځني ختیځ کې د پراخې شخړې د رامنځ ته کېدو لامل شي.

ترک وویل لازمه ده چې ددې شخړې د مخنیوي لپاره ټولې ممکنه هلې ځلې وشي.

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل تازه راپور کې وویل: "په غزه کې جګړه لا له وړاندې په خطرناک ډول ځینو ګاونډیو هیوادونو ته خپره شوې ده... زه سخت اندیښمن یم چې د باروتو دغه بوشکه به په ټوله سیمه کې اور بل کړي. دا به په منځني ختیځ او ور ها خوا په هر هیواد اغیز ولري."

هغه وویل چې د بیلابیلو ډلو له ښکېلتیا سره، ټولې سیمې ته ددغې جګړې د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.

ترک وویل: "په جنوبي لبنان کې د اسرائیل، حزب الله او نورو وسله والو ډلو ترمنځ پوځي تاوتریخوالی خورا د اندېښنې وړ دی."

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ویلي، په لبنان کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي، شاوخوا ۹۰ زره په کور دننه بې ځایه شوي او همدارنګه روغتیایی تاسیساتو، ښوونځیو او اړینو زیربناوو ته پراخ زیانونه اوښتي دي.

ترک وویل: "د هغو بریدونو په اړه باید جدي څېړنې وشي چې له امله یې د ماشومانو، روغتیايي کارکوونکو او خبریالانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا اړینه ده چې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات وشي."

د حماس اورپکو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د یو برید په ترڅ کې، د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۶۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

اسرائیل په ځواب کې، د حماس د لمنځه وړلو دپاره په غزه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت په خبره، تراوسه پکې له ۳۰ زره زیات وګړي وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG